سوري حکومت د م. م د اوربند وړاندیز رد کړی

د حکومتي (سانا) خبري اژانس دې انځور کې د ښوونځي د یوه ټولګي ویجاړي ښکاري

د عکس سرچینه، SANA

د عکس تشریح، د حکومتي (سانا) خبري اژانس دې انځور کې د ښوونځي د یوه ټولګي ویجاړي ښکاري

د سوريې حکومت اوربند لپاره د ملگرو ملتونو وروستى وړانديز رد کړى دى.

دا کار داسې مهال شوى، چې د سوريې د شمالي ښار حلب د کنټرول پرسر د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده.

د ملگرو ملتونو له لوري د وړانديز شوي اوربند يو شرط دا و چې د حلب ختيځه برخه دې د حکومت مخالفو په ولکه کې پاتې شي، او وسلوال جهاديان له سيمې ووځي،چې لږ تر لږه په حلب کې د وژنو لړۍ ودرېږي.

خو د سوريې حکومت دغه هېواد لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي ستېفن دېمستورا دا وړانديز رد کړ.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد معلم وويل دا به ترهگرو ته د امتياز ورکولو په مانا وي.

"دا هېڅ د منلو نه ده چې خپل نژدې ٣٠٠زره وگړي د شپږ يا اووۀ زرو وسله والو په ولکه کې يرغمل پرېږدو. په نړې کې هېڅ داسې يو حکومت به نه وي چې دا ومني."

کلورین بیلري بم

په حلب کې جنگ جگړو دوام موندلى او د دغه ولايت له دواړو غاړو ختيځ او لوېديځه د تاوتريخوالي تازه رپوټونه رارسېدلي.

ستېفن دېمستورا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سوريې حکومت دغه هېواد لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي ستېفن دېمستورا دا وړانديز رد کړ.
وليد معلم

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد معلم وويل دا به ترهگرو ته د امتياز ورکولو په مانا وي

د حکومت مخالفو د ولکې له سيمې را رسېدلي رپوټونه د يوۀ کلورين لرونکي بيلري بم د غورځېدو له امله د يوې بشپړې کورنۍ د وژل کېدو خبر راکوي.

د حلب د ښار يوۀ اوسېدونکى وويل د دغې کورنۍ غړي د ساه بندېدو له امله مړه شوي.

بل لوري ته د سوريې حکومتي رسنيو ويلي چې د حلب په لوېديځه غاړه کې پر يوۀ ښوونځي د ياغيانو له لوري توغول شويو توغنديو د لگېدو له امله لږ تر لږه اته ماشومان وژل شوي دي.

د حلب د ښار يوۀ اوسېدونکى وويل د دغې کورنۍ غړي د ساه بندېدو له امله مړه شوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د حلب د ښار يوۀ اوسېدونکى وويل د دغې کورنۍ غړي د ساه بندېدو له امله مړه شوي.
د حلب ښار لوېدیځ له تېرې سې شنبې راهیسې تر درنو بمباریو لاندې دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د حلب ښار لوېدیځ له تېرې سې شنبې راهیسې تر درنو بمباریو لاندې دی