تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوري حکومت د م. م د اوربند وړاندیز رد کړی
د سوريې حکومت اوربند لپاره د ملگرو ملتونو وروستى وړانديز رد کړى دى.
دا کار داسې مهال شوى، چې د سوريې د شمالي ښار حلب د کنټرول پرسر د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده.
د ملگرو ملتونو له لوري د وړانديز شوي اوربند يو شرط دا و چې د حلب ختيځه برخه دې د حکومت مخالفو په ولکه کې پاتې شي، او وسلوال جهاديان له سيمې ووځي،چې لږ تر لږه په حلب کې د وژنو لړۍ ودرېږي.
خو د سوريې حکومت دغه هېواد لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي ستېفن دېمستورا دا وړانديز رد کړ.
د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد معلم وويل دا به ترهگرو ته د امتياز ورکولو په مانا وي.
"دا هېڅ د منلو نه ده چې خپل نژدې ٣٠٠زره وگړي د شپږ يا اووۀ زرو وسله والو په ولکه کې يرغمل پرېږدو. په نړې کې هېڅ داسې يو حکومت به نه وي چې دا ومني."
کلورین بیلري بم
په حلب کې جنگ جگړو دوام موندلى او د دغه ولايت له دواړو غاړو ختيځ او لوېديځه د تاوتريخوالي تازه رپوټونه رارسېدلي.
د حکومت مخالفو د ولکې له سيمې را رسېدلي رپوټونه د يوۀ کلورين لرونکي بيلري بم د غورځېدو له امله د يوې بشپړې کورنۍ د وژل کېدو خبر راکوي.
د حلب د ښار يوۀ اوسېدونکى وويل د دغې کورنۍ غړي د ساه بندېدو له امله مړه شوي.
بل لوري ته د سوريې حکومتي رسنيو ويلي چې د حلب په لوېديځه غاړه کې پر يوۀ ښوونځي د ياغيانو له لوري توغول شويو توغنديو د لگېدو له امله لږ تر لږه اته ماشومان وژل شوي دي.