تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې کړکېچ: یاغیانو د داعش اصلي مرکز دابق 'نیولی'
د سوري یاغیانو قومندانانو او څارونکوي ویلي دي، د ترکیې په ملاتړ یاغیانو په سوریه کې د 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې تر ټولو مهم ښار دابق 'نیولی'. رپوټونه وايي، د سوریې شمال کې دا ښار د داعش له وتلو وروسته نیول شوی دی.
بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، اورپکو دابق ښار وروسته تر هغه ونیو، چې 'داعش' جنګیالي ترې ووتل.
د سوریې په شمال کې دغه کوچنی، خو په ستراتیژیک ډول مهم ښار د داعش تر ټولو قومي او مهم مرکز ګڼل کېده.
'اسلامي دولت' به له دې ښاره خپلې ټولنې خپرونې او خپرنۍ کولې.
د دغه ښار د نیولو لپاره د ترکیې په ملاتړ د سوریې یاغي ډلې سره یولاس شوې وې.
د 'سلطان مراد' په نامه د اورپکې ډلې قومندان احمد عثمان رویټرز خبري اژانس ته وویل، د یکشنبې په ورځ ددوی وسله والو د سوران په نامه کلی هم نیولی.
دابق له ترکیې سره ګډه پوله لري.
په بي بي سي عربي کې د عربي چارو شنونکی سبستیان اوشر وايي، د دابق نیولو لپاره جګړې ته څو اونۍ چمتووالی نیول کېده، له دوی سره د ترکیې د هوايي ځواک ملاتړ هم و.