سوریه: یاغیانو د حلب ښار حکومتي محاصرې ماتولو لپاره برید پیل کړی

حلب

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تر اوسه بریدونو کې هغه یاغیان شامل دي، چې له ښاره بهر دي

سوریې کې حکومت مخالفو وسله والو د ختیځ حلب ښار حکومتي محاصرې ماتولو لپاره د یوه لوی برید اعلان کړی.

د سوریې مسایلو یوه څارونکې ډله، چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، یاغیانو ' سلګونه ' توغندي د حلب پر لور توغولي، چې له کبله یې ۱۵ ملکي کسان وژل شوي دي.

دوی دغه راز په ختیځ کې النیرب هوايي ډګر هم په نښه کړی دی. له څو میاشتو راهیسې د حلب ختیځ کې نژدې ۲۷۵ زره ملکي کسان د حکومت پلوه ځواکونو په محاصره کې دی.

د سوریې حکومت بیا وايي، د حلب شاوخوا کې یې د یاغیانو او اسلامي دولت نومي ډلې یو شمېر بریدونه په شا تمبولي دي. د سوریې دفاع وزارت پر ویبپاڼه لیکل شوي:

حلب

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، یاغیان د حکومتي ځواکونو خلاف داسې چاودېدونکي توکي کاروي، چې ګاډو ته اور ورته کوي

'' دغو نښتو کې له چاودېدونکو توکو ډک یو شمېر ګاډي، دوه ټانکونه او ګڼ شمېر زغره وال ګاډي نیول شوي دي. ''

سوریې حکومت او اتحادي یې روسي هوايي ځواک دا وروستیو کې په ختیځو سیمو کې هوايي بریدونه ډېر کړي دي.

تر اوسه پورې دغه بریدونه هغه وسله وال یاغیان کوي، چې له ښاره بهر دي، خو داسې باور کېږي، چې په ښار کې دننه وسله وال به هم دغو بریدونو کې ګډون وکړي. د اې پي خبري اژانس په رپوټ کې د فاستاقیم نومي یاغي ډلې د پوځي ویاند له خولې ویل شوي:

'' ټول انقلابي ځواکونه په ګډه په دغه جګړه کې برخه لري. ''

حلب

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یاغیان یو شمېر داسې وسلې هم کارووي، چې په لاس یې جوړې دي

دغو ډلو کې جبه الفتح الشام، النصره جبهه، چې پخوا د القاعده اړوند وه او اسلامپاله احرار الشام شامل دي.

دا دویم ځل دی، چې یاغیان د حلب کلابندۍ ماتولو هڅه کوي، له دې مخکې په اګست میاشت کې دوی د لږ وخت لپاره وتوانېدل د ختیځ او لوېدیځ تر منځ یوه نرۍ لار پرانیزي.

په جولای میاشت کې حکومتي ځواکونو یاغیان لومړی ځل له ټولو لوریو محاصره کړل.

حلب

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، د حلب ختیځه برخه له څو میاشتو راهیسې د حکومت پلوه ځواکونو په محاصره کې ده

حلب ښار چې یو مهال د سوریې اقتصادي مرکز بلل کېده، ۲۰۱۲ کال کې د دواړو لوریو تر منځ وویشل شو.

یوه میاشت مخکې، چې سوري ځواکونو د روسیې الوتکو په ملاتړ د حلب پر ختیځه برخه برید پیل کړ، تر اوسه ۵۰۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰۰ نور کسان ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو سازمان مشر زاید رعد حسین حلب یو ' قتل ځای ' بللی دی.