اولاند: پر حلب د سوریې او روسیې بریدونه "جنګي جرم" دی

اولاند حلب کې د مسکو له خوا ۱۱ ساعته اوربند ته په اشارې سره وویل، "دا اوربند باید وغځول شي."

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اولاند حلب کې د مسکو له خوا ۱۱ ساعته اوربند ته په اشارې سره وویل، "دا اوربند باید وغځول شي."

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د سوریې پر حلب ښار د سوریې او روسیې له خوا بمبارۍ غندلې دي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ برلین کې د فرانسې، جرمني او روسیې د ګډې سرمشریزې پای کې د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې دغه بریدونه "جنګي جرمونه" وبلل.

اولاند د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او میرکل سره تر خبرو وروسته وویل "پر حلب بریدونه جنګي جرم دی او د سوریې او روسیې له خوا دغه بریدونه درول زموږ غوښتنه او لومړیتوب دی."

نوموړي حلب کې د مسکو له خوا ۱۱ ساعته اوربند ته په اشارې سره وویل، "دا اوربند باید وغځول شي."

ده زیاته کړه "موږ دا خبرې ختموو، خو دا فکر باید راسره وي چې اوربند وغځول شي، روسیه او سوریه یې د نه غځولو دلیل باید روښانه کړي."

بل خوا، انګیلا میرکل پر حلب د سوریې او روسیې بمبارۍ "غیر انساني" عمل وباله.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سرمشریزې پای کې وویل، هېواد یې چمتو دی چې "پر حلب هوايي بریدونه د "امکان تر حد" پورې "ودروي".

وړاندې، امریکا روسیه په حلب کې په 'بربریت' تورنه کړې وه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، وړاندې، امریکا روسیه په حلب کې په 'بربریت' تورنه کړې وه