د حلب ماتې 'د اورپکو د ماتولو پای نه دی'

د عکس سرچینه، AFP
د سوري مخالفانو یوه جګپوړي مرکچي بي بي سي ته ویلي، د اورپکو له واکه د حلب ښار د ختیځې برخې وتل د بشار اسد د حکومت پرضد د جګړې پای ته رسېدو په معنا نه دي.
جورج صبرا له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې وویل، د ښار د ختیځې برخې سقوط د سولې هوکړه لا پسې ګرانه کړې ده.
د هوايي ځواکونو په ملاتړ د سوریې حکومتي ځواکونو د حلب ښار هغه ختیځې سیمې ونیوې، چې وسله وال مخالفان پرې واکمن وو، همدا وو چې نورې ډلې شاتګ ته اړایستل شوې او په نورو سیمو کې یې ځان دفاع ته چمتو کړ.
د اونۍ پیل کې د جګړې له سختېدا سره زرګونه ولسي وګړي د جګړو له سیمو وتښتېدل.
د ''خبرو د جګپوړي پلاوي'' لوړپوړي مشر بي بي سي ته وویل، د حلب ماتې ''د پاڅون پایله'' نه شي کېدای.
دی وايي ''حلب ښار پاڅون ته ډېر مهم دی، خو دا به وروستی ځای نه وي، موږ اوس د سوریې د ازاد پوځ تر واک لاندې ګڼې سیمې لرو.''

د عکس سرچینه، AP
صبرا خبرداری ورکړ که سوري ځواکونه خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو د ''سیاسي جوړجاړي څپ څپانده جوړ شوی پلان به له منځه یوسي.''
دی زیاتوي ''هېڅوک د سیاسي حل لارې په فکر کې نه دي.''
بل خوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د سوریې مخالفانو تر واک لاندې ۴۰ سیمې له لاسه وتلې دي.
شنونکي وايي، ددغو سیمو ماتې د مخالفانو لپاره یو دردوونکی ګوزار دی.
د سوري د ملکي دفاع څانګې ویاند ابراهیم ابو لیلی د حلب ختیځ کې وویل ''هلته د وتلو یوه لړۍ روانه ده او د خلکو معنویات په مړه کېدو دي.''
نوموړي فرانس پرېس ته ویلي ''خلک د لارو پرسر پراته دي، د خوړو او اوبو لپاره هېڅ پیسې نه لري.''
ملګرو ملتونو هم په دې اړه ''ژوره اندېښنه'' ښودلې او زیانمنو شویو سیمو ته یې د مرستو رسولو پر غوښتنې ټینګار کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، شاوخوا ۱۰ زره سوري وګړي د حلب له ختیځه وتلي او د حکومت او یا کردانو تر واک لاندې سیمو ته یې ځانونه رسولي دي.
ځینو خبري رسنیو د سړو، ښځو او ماشومانو ګڼ انځورونه خپاره کړي چې په شنو بسونو کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته لېږدول کېږي.

د عکس سرچینه، AFP








