د سوریې جګړه: روسي افسران 'له بندیزونو سره مخامخېدای شي'

ریکس ټیلرسن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به مسکو ته له خوځېدا وړاندې په منځني ختیځ کې د امریکا د ملګرو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.

لوېدیځ مشران وايي، له کیمیاوي برید وروسته روسیې ته د سوري نظام ملاتړ په ګټه نه تمامېږي. د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سوریې د شخړې په تړاو د یوه ګډ دریځ خپلولو هڅه کوي.

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته سفر وکړي او د دغه هېواد چارواکي له سوریې څخه نه ملاتړ ته وهڅوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به مسکو ته له خوځېدا وړاندې په منځني ختیځ کې د امریکا د ملګرو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.

د امریکا تر برید وروسته سوي پوځي چارواکي شعیرات اډې ته ورغلي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا تر برید وروسته سوي پوځي چارواکي شعیرات اډې ته ورغلي

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس ویلي، د سوریې پر هوايي اډې برید د دغه هېواد ۲۰ سلنه پوځي الوتکې ویجاړې کړې دي.

نوموړي د سوریې حکومت ته خبرداری ورکړی چې بیا له کیمیاوي وسلو کارولو کار وانه خلي.

امریکا وايي، د سوري حکومت له خوا تېره اونۍ د ادلب ولایت په خان شیخون کیمیاوي برید لږترلږه ۸۹ کسان وژلي، خو دمشق وايي کیمیاوي برید دوی نه دی کړی.

پر خان شیخون ښار کیمیاوي برید کې ماشومان هم وژل شوي او ټپیان شوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پر خان شیخون ښار کیمیاوي برید کې ماشومان هم وژل شوي او ټپیان شوي

د پنجشنبې په ورځ امریکا د سوریې ''الشعیرات'' پوځي اډه په نخښه کړه، واشنګټن وايي پر خان شیخون برید کوونکې الوتکې له همدې اډې الوتلې وې.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د سوریې او روسیې پر بندیزونو بحث کوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د سوریې او روسیې پر بندیزونو بحث کوي

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر خبرداری ورکړی، که د سوریې حکومت بیا کیمیاوي برید وکړي، دوی به بیا پر سوریې برید وکړي.

روسیې د امریکا دغه برید له نړیوال قانون سرغړاوی بللی.

د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران لوکا کې سره جرګه شوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران لوکا کې سره جرګه شوي

د اوو سترو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ایټالیا کې د سوریې د کړکېچ په تړاو د یوه ګډ دریځ خپلولو په موخه سره جرګه شوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن وویل، دغه ډله، چې کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او امریکا پکې دي، پر سوري او روسي چارواکو د بندیزونو لګولو شونتیا څېړي.