واشنګټن: سوریه کې موږ لومړیتوب د اسد لرې کول نه دي

د عکس سرچینه، Reuters
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ویلي، په سوریه کې د واشنګټن د سیاست لومړیتوب د ولسمشر بشارالاسد په لیرې کېدا کې نه دی.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اداره کې دا د سوریې په تړاو د بارک اوباما له دریځ سره لوی توپير ګڼل کېږي.
سفیرې نیکي هیلي وویل: ''زموږ لومړیتوب هلته پاتې کېډل او له واکه د اسد لیرې کول نه دي. بلکې لومړیتوب مو د چارو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه بحث کول دي. او دا چې له کوم ډول کسانو سره کار وکړو چې د سوریې د خلکو وضعیت بدل شي. "
د امریکا بهرنیور چارو وزارت کې د بي بي سي خبریاله باربرا پلټ وايي، د اغلې هیلي خبرې بربنډې او د امریکا د نوي سیاست ښکارندویه وې.
زموږ خبریاله واييو په تېر یوه کال کې او سوریه کې د اوباما د ادارې لومړیتوب هم د داعش پروړاندې مبارزه وه.
په ۲۰۱۵ کال دې جګړې ته د اسد د پیاوړتیا په موخه د روسیې د وردانګلو سربېره، واشنګټن په دې مسله کې ځان یوڅه ګوښه کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن د پنجشنبې په ورځ انقره کې وویل، د اسد اوږد برخلیک به د سوري ولس له خوا ټاکل کېږي.
د سوري مخالفانو یوه استازي د اغلې هیلي څرګندونې "خواشینوونکې بللې" چې وینا یې، د امریکا استازي "ضد او نقیض" پیغامونه ورکوي.

د عکس سرچینه، Reuters
فرح الاتاسي په ژنیوا کې خبریالانو ته وویل: "موږ د سپینې ماڼۍ له ویانده واورېدل چې د ترکیې انقره کې یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي ټیلرسن له نننیو خبرو سره په ټکر کې وې".
"دوی په ښکاره وویل چې اسد په انتقالي پړاو کې رول نه لري".
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې وه چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به - چې د سوریې جګړه کې د اسد ملاتړ کوي - له نژدې همکاري کوي.








