د سوریې یو بوږنونکی انځور
د يوې وړې نجلۍ انځور چې د سوريې ادلب کې له بمبارۍ وروسته يوه ويجاړه ودانۍ کې څو پوړه بره يې خپله ماشومه خور نيولې وه، يو ځل بيا د سوريې جګړې ته نړيوال پام وراړولی دی. اوس د دغو نجونو تره د دې پېښې په اړه خبرې کړې دي. تېرو څو مياشتو کې حکومتي ځواکونو چې روسان یې ملاتړ کوي، پر ادلب بريدونو ته زور ورکړی، چې د مخالفانو ترولکې لاندې وروستی پاتې مورچل دی. پرون د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر د دغو کړو وړو له امله د دمشق او مسکو غندنه وکړه. د ليز دوسېټ دې راپور کې ځينې ځايونه ښايي خواشينووونکي وي.