کاناډایی تبعه ''د تاوتریخوالي په غږ'' تورن شو

د عکس سرچینه، ISD
یو کاناډایی تبعه چې د اسلامي دولت نومې ډلې د پروپاګند په ویډیوګانو کې یې غږ و په امریکا کې تورن شوی دی.
په سعودي کې زېږدلی محمد خلیفه په ۲۰۱۹ کال کې د کردي ملیشه وو له خوا په سوریه کې نیول شوی و او وروسته بیا د امریکا فیدرالي ادارې ایف بي ای ته وسپارل شو.
څارنوالان وايي ۳۸ کلن محمد خلیفه ''د تاوتریخوالي غږ '' و او د اسلامي دولت نومې ډلې د پروپاګند د ویډیوګانو له ترجمه کولو او په کې د خپل غږ له ورګډولو دمخه یې د اسلامي دولت نومې ډلې لپاره جګړه کوله.
نوموړی به راتلونکې اونۍ له ترهګر سازمان سره د مرستې په تور محکمې ته وړاندې شي.
له نیول کېدو وروسته له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې محمد خلیفه ویلي وو هغه د اسلامي دولت نومې ډلې د ټیټي کچې جنګیالی او ''د داعش غږ '' و.
هغه ټینګار کاوه چې د هغو بوږنوونکو صحنو په فلم اخیستلو چې د ده غږ په کې کارول شوی و ده په خپله هېڅ رول نه درلود.
محمد خلیفه په ۲۰۱۳ کال کې له کاناډا نه سوریې ته تللی و چې له د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش سره یوځای شي.

د امریکا د عدلیې وزارت له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي دا چې محمد خلیفه په انګلیسي او عربي ژبو روانې خبرې کولې نوموړی په سوریه کې د داعش ډلې د پروپاګند کولو د ډلې یو مهم غړ شو.
که پر نوموړي لګېدلی تور ثبات شي نو له عمري بند سره مخامخ دی.
کله چې داعش دلې په سوریه او عراق کې خپل فعالیتونه پراخ کړل هغه ویډیوګانې چې پر انلاین خپرېدې او د سرونو غوڅول او نور ظلمونه په کې ښودل کېدل د دې ډلې له خوا د نړیوال جلب او جذب د کمپاین یوه مهمه برخه وه خو دغه تبلغات او پروپاګند یې هله کم شول چې په ۲۰۱۷ کال یې د دې ډلې له منګولو نه د سیمو وتل پیل شول.










