داعش ډله وايي، جلال اباد کې پر طالبانو بریدونه دوی کړي

د عکس سرچینه، EPA
داعش ډله وايي، تېره شنبه او یکشنبه جلال اباد کې پر طالبانو دوی بریدونه کړي.
د دغې ډلې اړوند اعماق خبري اژانس وايي، د دوی خراسان څانګې وسله والو دې بمي بریدونو کې ۳۵ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د داعش ډلې په وینا دوی د شنبې پر ورځ د طالبانو موټر په جلال اباد ښار کې اووه ځایه بېلا بېل بمي بریدونه کړي دي.
تر اوسه په دې هکله د طالبانو غبرګون نه دی لیدل شوی.
د یکشنبې پر ورځ هم دغې ډلې پر هغه پک اپ ډوله موټر بمي برید کړی چې طالبان پکې ناست وو.
له دې مخکې په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې د جلال اباد ښار دې بریدونو کې درې طالبان وژل شوي دي.
عیني شاهدانو له دې بریدونو وروسته روغتون ته د یو شمېر لېږدول کېدونکو ټپیانو لیدلو خبره کړې وه.
داعش ډلې له دې مخکې د کابل هوايي ډګر په څنډو کې د هغه خونړي برید مسوولیت منلی و، چې تر ۱۷۰ پورې ملکی خلک او ۱۳ امریکايي پوځیان پکې ووژل شول.









