جلال اباد کې د تراوېح لمانځه پرمهال د یوې کورنۍ اته غړي په ډزو وژل شوي

د عکس سرچینه، Jalalabad Municipality
د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار نهمه ناحیه کې تېره شپه د تراوېح لمانځه پرمهال پر لمونځ کوونکو ډزې شوې چې د یوې کورنۍ اته غړي پکې وژل شوي.
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل بي بي سي ته وویل، پېښه تېره شپه نهه بجې سراچه علي خان د نغلو په سیمه کې شوې ده، چې د حاجي عبدالوهاب د کورنۍ اته غړي، چې پنځه یې زامن او درې یې ورېرونه دي وژل شوي.
ښاغلی امرخېل وايي، "لومړني معلومات ښیي چې یاده بده پېښه د شخصي ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځ ته شوې. سیمې ته زموږ امنیتي او کشفي ارګانونه رسېدلي او په جدي توګه تر څیړنې لاندې ده".
ضیاء الحق امرخېل وايي، په ټول توان به ددې بدې پېښې د عاملینو د نیولو هڅه کوي.
پولیس وايي، دغو خلکو په یوه ځايي جومات کې د تراوېح لمونځ کاوه چې وسله وال کسان ورغلل او ډزې یې پرې وکړې.
په برید کې دوه نور کسان ټپیان شوي او ملا امام تښتېدلی دی.
تر اوسه ددغه برید مسئولیت چا نه دی منلی.
افغانستان کې د ځمکې پر سر شخړې
افغانستان کې د کرنیزو ځمکو، څړځایونو او له اوبو د ګټې اخیستو پر سر وخت ناوخت شخړې رامنځ ته کېږي.
په ۲۰۱۰ کال کې هم د ننګرهار د دوو ولسوالیو وګړو پر ځمکه وسلواله نښته کړې وه چې په پایله کې یې درې تنه ولسي کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي وو.
نښته وروسته تر هغې شوې وه چې د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکو لاريون وکړ او د کابل جلال اباد لاره يې د اوږده مهال لپاره وتړله وروسته د چارواکو په وينا د سمرخېلو په سرخ دېوال سيمه کې د روداتو خلکو د عرب توکمو ځينې کورونه وسېځل.
او په ۲۰۱۳ کال، د کابل په شمال ختیځ کې د ځمکې پر سر وسله واله نښته کې لږترلږه دوه پولیس او اته نور کسان ټپیان شوي وو.
په ۲۰۱۱ کال کې پکتیا کې دوو کورنیو د ځمکې پر سر شخړه کړې وه چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.
د افغانستان په درو سوېل ختيځو ولایتونو (خوست، پکتیا او پکتیکا) کې ډېری ځلې د ځمکې، غر او ځنګلونو پرسر ورته شخړې رامنځ ته کېږي چې تر دې مهاله په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا په ګاونډ خوست کې هم په ۲۰۱۰ کال د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې له دواړو غاړو لږترلږه اته کسان وژل شوي وو.
دا ډول شخړې د خوست په ډېرو سیمو کې شته، چې ډېر کله د پېښېدا له امله ګڼه مرګ ژوبله رامنځ ته کوي او مخکې پکې د استوګنې ګڼ کورونه سوځول شوي دي.
دا ډول پېښې د حکومت پرضد یو ستر ګواښ دی، چې چارواکي يې له سترې ننګونې سره مخامخ کړي دي.









