کابل کې د ځمکې پر سر وسله واله شخړه شوې
د کابل په شمال ختيځ کې د ځمکې پر سر وسله واله نښته شوې، چې د کابل امنیتي چارواکو په وینا، له کبله یې لږترلږه دوه پولیس او اته نور کسان ټپیان شوي.
پولیس وايي، چې د نښتې هڅوونکي او وسله والې شخړې ته لمن وهونکي ۱۵ کسان یې نیولي.




