الماس پلټونکو ته بد خبر؛ موندل شوې ډبرې کوارتز دي
د سوېلي افریقا حکومت وايي، میاشت مخکې موندل شوې ډبرې الماس نه، بلکې کوارتز دي او ارزښت یې هم تر الماس په ځلونو کم دی.
یو شپون اولنی کس و چې دا ډبرې یې د کوازولو-ناتال ولایت غرونو په کواه لاتي کلي کې وموندلې او د دې خبر خپرېدو پسې زرګونه خلک دغه کلي ته په منډه ورغلل چې نور الماس ومومي.
دا سیمه له پلازمېنې جوهانسبرګ تر درې سوو کیلومترو لرې پرته ده.
خو چارواکو تر ازموینو وروسته مالومه کړه چې موندل شوې ډبرې کوارتز کریسټالونه دي.
له فلډسپار وروسته کوارتز د ځمکې پوست کې تر ټولو ډېره کاني ماده ده.
کوارتز ډېر ډولونه لري او عقیق ډبره هم یو ډول کوارتز دی.

د عکس سرچینه، Reuters
کوم خلک چې د الماس موندلو په هیله دې سیمې ته تللي، د سوېلي افریقا یوه ډېره کم عایده سیمه کې ژوند کوي.
دغه هېواد چې د لویې اقتصادي ناانډولۍ سره لاس او ګرېوان دی د کورونا پر مهال پکې بېکاري ډېره شوې ده.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د کورونا له امله تر بل هر افریقايي هېواد په سوېلي افریقا کې ډېر خلک بې کاره شوي دي.
دغه هېواد کې یو میلیون او اته لکه کسان کورونا شوي او شپږ لکه هم ترې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د هغه څه موندل چې باوره کېده الماس دي له لوږې د وتلو په هڅه کې د خلکو ستره ناهیلي ښيي.
څېړنې ښيي چې دا سیمه پر داسې پټه پرته نه ده چې الماس پکې موندل کېږي.
د ځمکپوهنې شورا هم ډېرې څېړنې کړې، چې دغه سیمه کې د کانونو موندلو سره خلکو ته کاروبار برابر او د زرګونو خلکو ژوند ښه شي، خو بریالۍ شوې نه ده.
حکومت له خلکو غوښتي چې له کندنو ډډه وکړي، ځکه دا بې قانونه کندنې هم پر چاپېریال ناوړه اغېز کوي.










