شین الماس په ۶،۷ میلیون ډالرو وپلورل شو

د عکس سرچینه، EPA
یو بې ساری شین الماس چې ۳۰۰ کاله د اروپا په شاهي کورنیو کې و په جنیوا کې په بولۍ کې په ۶،۷ میلیون ډالره پلورل شوی.
دغه الماس (فارنیس بلو) نومېږي او الیزیبیت فارنیس ته چې د اسپانیې له پنځم فلپ سره په ۱۷۱۵ کال د واده پر مهال ډالی شوی و.
دا د اسپانیې، فرانسې، ایټالیا او اتریش په شاهي کورنیو کې لاس په لاس له نسلونو راهیسې انتقالېدو.
دغه ۶،۱ قراط الماس د هند له ګولکونډه سیمې څخه ترلاسه شوی و.
دا د بولۍ په مشهوره سوتبي کمپنۍ کې د څلورو دقیقو په موده کې وپلورل شو.
دغه کمپني وایي دوی ګومان کاوه الماس به په ۳،۵ میلیون ډالره وپلورل شي، او ګومان یې نه کاوه په کابو دوه برابره جګه بیه به وپلورل شي.
د نوي پېرونکي نوم نه دی څرګند شوی.




