"سوله الماس" په ۶٫۵ میلیون ډالر

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا نیویارک په یوه لیلامځي کې د سیرالیون یو ۹۰۷ قیراطه (د وزن واحد) لرونکی یو الماس په ۶٫۵ میلیون ډالر وپلورل شو.
د ډیاموندس لیلامځي اجراییوي مشر لورانس ګراف د "سوله الماس" وپېره.
په پام کې ده چې ددغه الماس نیمايي برخه په ۳٫۸ میلیون ډالر د هغې سیمې او کوچني کلي په رغندیزو او زېربنايي چارو ولګول شي، چې دغه الماس پکې استخراج شوی دی.
د سیرالیون حکومت وړاندې دا رد کړې وه چې ګني دغه الماس یې د ۷٫۸ میلیون ډالرو مقابل کې خرڅ کړی، خو وروسته یې ومنله او تر دې په ټیټ قیمت یې خرڅ کړ.
اټکل دی چې حکومت دغه پیسې په کوریاردو کلي کې د خلکو د ژوند په ښه کولو ولګوي، د څښاک پاکې اوبه ورته چمتو کړي، برېښناکوټ ورته ورغوي، لارې یې ورغوي، روغتیايي خدمتونه یې ښه کړي او د ښوونځیو سمه ساتنه یې وکړي.
د ګراف په لاس کې ددغه الماس په مقابل کې ترلاسه کېدونکې پیسې به د ډېرو خلکو ژوند ښه کړي.
کارپوهان په دې اند دي چې دغه الماس په نړۍ کې له ۱۴ لویو الماسو یو دی، چې د سیرالیون حکومت ته په تېره مارچ میاشت کې سپارل شوی و.
دا الماس د یوه پادري له خوا استخراج شوی و.
دغه هېواد کې ۱۹۷۲ کال کې د سیرالیون ستوری نومي الماس موندل شوی و، چې وزن یې ۹۶۹ قیراطه وو.
سیرالیون د الماسو پام وړ زېرمې لري، خو تاریخ یې له لوړو، ژورو ډک دی. له دغو الماسو یو مهال د جګړې لپاره ګټه اخیستل کېده او وسله والو ډلو به د وسلو بدل کې الماس ورکول.








