سیرالیون: مذهبي مشر ستر ناتوږل شوی الماس موندلی

سیرالیون

د عکس سرچینه، OLIVIA ACLAND

د عکس تشریح، د سیرالیون په هغه سیمه کې، چې پریمانه الماس په کې موندل کېږي ډېر کسان په خپل سر د الماسو لټون کوي.

یوه عیسوي پادري د سیرالیون کونو سیمه کې د نړۍ تر ټولو ستر الماس موندلی، چې توږل شوی نه دی. دغه الماس اوس کېپ ټاون کې د سیرالیون مرکزي بانک کې ساتل کېږي او وزن یې ۷۰۹ کېراته ښوول شوی دی.

دا تر اوسه موندل شویو شلو ډېرو سترو الماسو نه یو دی. د بي بي سي اومارو فوتانا وايي، سیرالیون په هغه سیمه کې، چې پریمانه الماس په کې موندل کېږي ډېر کسان په خپل سر د الماسو لټون کوي.

خو د نوموړي په وینا دا معلومه نه ده، چې دغه کسان له الماسو څومره ګټه اخلي. دغه الماس چې پادري ایمانویل موموح موندلی، تر اوسه یې بیه نه ده ټاکل شوې او له ۱۹۷۲ راهیسې سیرالیون کې موندل شویو الماسو کې تر ټولو ستر بلل کېږي.

دغه هېواد کې ۱۹۷۲ کال کې د سیرالیون ستوری نومي الماس موندل شوی و، چې وزن یې ۹۶۹ قیراطه و.

د الماسو یو ماهر ماتیو نیاونګوا په وینا دا په نړۍ کې تر اوسه موندل شویو الماسو کې د غټوالي له پلوه ۱۳ ځای لري.

نوموړی وايي دا ګرانه ده، چې دغه الماس ته بیه وټاکل شي، ځکه په خبره یې د حجم پر ځای معیار د الماسو بیې ټاکلو لپاره په پام کې نیول کېږي.

الماس

د عکس سرچینه، UMARU FOFANA

د عکس تشریح، دا تر اوسه موندل شویو شلو ډېرو سترو الماسو نه یو دی

تېره مې میاشت کې د لندن الماسو شرکت لوکارا یو ۸۱۳ کېراته الماس د ۶۳ میلیونو ډالرو بدل کې وپلوره. اوسنی موندل شوی الماس لومړی ولسمشر ارنیسټ بای کوروما ته وروړل شوی و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر له دې کبله له ' ځايي ' مشره مننه وکړه، چې الماس یې له قاچاق کېدو ژغورلی.

سیرالیون د الماسو پام وړ زېرمې لري، خو تاریخ یې له لوړو، ژورو ډک دی. له دغو الماسو یو مهال د جګړې لپاره ګټه اخیستل کېده او وسله والو ډلو به د وسلو بدل کې الماس ورکول.