هند "لاهم د کوه نور الماس پر ستنولو ټینګار کوي"

- Author, ژباړه: هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د هندوستان حکومت د دې هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د "کوه نور الماس" لپاره دې بیا د بريتانیا د دولت خلاف دعوه نه کوي. دغه الماس په ۱۹ پېړۍ کې د هندوستان انګریزانو د استعمار په وخت کې وړل شوي دي. اوس د انګلستان د ملکې د تاج یو برخه ده.
دغه الماس د هندوستانیانو لپاره یوه لانجمنه مساله ده او هندیان فکر کوي چې دا الماس انګریزانو له دوی غلا کړي دي.
د دغې دعوې وکیل وايي، نه غلا شوي دي او نه هم په زور له هندوستان وړل شوي دي.
د هند د کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي: "د هندي حکومت د حقوقي عالي مشاور رانجنیت کومار څرګندونې، د هندي دولت نظر نه څرګندوي".
د کوه نور الماس له ۱۵۰ کلونو راهیسې د بریتانیا د سلطنتي سینګار یوه برخه ده.

د کوه نور الماس د هندي خلکو لپاره یوه مهمه موضوع ده، چې تر ډېره د دوی پر ملي غرور پورې تړاو لري.
ډېری هندوان پر دې باور دي، چې د ۱۰۵ قیراطه الماسو لپاره هېڅ بیه نه ده ټاکل شوې.
د هند د کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د هند دولت نور د کوره نور الماسو ادعا نه کوي.
دغه الماس ۱۵۰ کاله وړاندې، هندي، ایراني، افغان، مغول او بریتانیايي چارواکو لاس په لاس کړي دي.

د کوه نور ۱۰۵ قیراطه الماس په وروستي ځل د بریتانیا د ملکې د مور پر تاج لګول شوي وو. دغه الماس د بریتانیا له نورو سلطنتي زیوراتو سره یوځای د لندن څلي په یوه ځانګړي ځای کې - چې د تیمز سیند شمالي سیمې تاریخي ماڼۍ ده ـ ساتل کېدل.
په اتلسمه میلادي پېړۍ کې د نادر افشار له خوا د ډیلي تر نیول کېدا وروسته، دوه ټوټې الماس (چې په "کوه نور" او "نور سیند") یې شهرت درلود، ایران ته یوووړل شول.

د "نور سیند الماس" تر اوسه د ایران د پخواني ملي سلطنتي جواهرو یوه برخه ده، خو د نادر افشار له وژل کېدا وروسته، کوه نور د افغانستان د پخواني واکمن احمد شاه بابا (احمد شاه دراني) له خوا افغانستان ته یووړل شول.








