د کوهې نور الماس د چا دی؟

کوهې نور الماس
د عکس تشریح، ملکه ويکتوريا يوازنۍ واکمنه ملکه وه چې د کوهې نور الماس يې کارولی دی.

دا ښايي په نړې کې تر ټولو مشهور غمی وي. د کوهې نور د الماسو غمی د برتانيا د تاج غميو يوه مرکزي برخه ده.

خو دا لومړی ځل نه دی چې په اړه يې بحثونه کيږي چې دا غمی اصلي د چا دی؟

د برتانيا لومړي وزير ډيويډ کامرون نه په يوه مرکه کې پوښتنه وشوه چې ايا فکر کوي چې برتانيا دې بايد د کوهې نور الماس بيرته هند ته ورکړي؟

ده دا خبره پوره روښانه نه کړه چې غمی پر خپل ځای پاته کيږي.

د برتانیا شاهي کورنۍ په هيڅ ډول لومړې نه ده چې د کوهې نور الماس څښتنه ده.

په 16 پيړې کې د لومړيو ثبت شوو سندونو له مخې د کوهې نور الماس د هند، فارس او افغانستان د واکمنانو له ګوتو تير شوی دی.

د کوهې نور الماس چې يو وخت په نړې کې تر ټولو لوی غمی بلل کيده ،اوس له ماتيدو نه وروسته هم د 106 قيراطو په وزن د پام وړ دی.

په 1849 کال کې چې کله برتانیايانو د پنجاب کنټرول تر لاسه کړ دغه غمی د لاهور له زيرمتون يا خزانې څخه واخيستل شو او ملکې ويکټوريا ته ورکړل شو.

که څه هم دا خبره نه ده سپينه شوې چې د کوهې نور الماس له کومه ځايه راغلی دی،خو دا چې هند له پيړيو را هيسې د کوهې نور الماس يوازنی سرچينه بلل کيږي نو دا غمی هم بايد هلته موندل شوی وي.

تر دې وړاندې پاکستان هم ددغه غمي د ملکيت دعوه کړې وه. داسې ويل کيږي چې دا غمی شوم دی او هر هغه نارينه واکمن چې دا غمی ور سره وي خپله پاچاهي له لاسه ورکوي.

داسې ښکاري چې برتانيايانو دا موضوع څه نا څه جدي ګڼلې وي.

ملکه ويکتوريا يوازنۍ واکمنه ملکه وه چې د کوهې نور الماس يې کارولی دی.