اېلن موسک د نړۍ تر ټولو شتمن سړی شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د تکنالوژۍ نوښتګر شخصیت اېلن موسک داسې حال کې د نړۍ تر ټولو شتمن سړي حیثیت ترلاسه کړی چې د شتمنۍ کچه یې ۱۸۵ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده. د ټیسلا او سپېس ایکس نوښت ګر د شتمنۍ له پلوه له هغه وروسته دا ځای خپل کړ، چې د سې شنبې پر ورځ د ونډو بازار کې د ټیسلا ونډو بیه زیاته شوه.
نوموړي لومړی ځای د امازون له موسس جیف بیزوس نه واخیست چې له ۲۰۱۷ کاله راهیسې یې دا حیثیت درلود.
د ښاغلي موسک ملکیت ټیسلا الیکټرونیکي موټر کمپنۍ چې ارزښت یې سږ کال زیات شو، د چهارشنبې پر ورځ یې ارزښت ۷۰۰ امریکايي ډالرو ته ورسېد.
دې سره د دې موټر چمتو کوونکې کمپنۍ ارزښت د ټویټا، والکس واګون، هونډايي، جي ایم او فورډ کمپنیو له شریک ارزښته ډېر شو.
ښاغلي موسک د هغه ټویټر کارن په ځواب کې چې دا خبر یې پر خپل حساب شریک کړی، لیکلي دي:
'د حیرانۍ ده. '

د عکس سرچینه، Twitter
د نوموړي پر ټویټر پاڼه په دې تړاو یو پخوانی ټویټر پیغام په سر کې ټومبل شوی، چې د شتمنۍ په هکله د نوموړي نظر څرګندوي:
''زما نیمې پیسې پر ځمکه د ستونزو حل ته په پام کې نیول شوې او نیمې نورې پر مریخ پر ځان د بسیا یوه ښار لپاره په پام کې نیول شوي، چې د دریمې نړیوالې جګړې یا داسې وضعیت رامنځته کېدو له کبله چې ډایناسار ورسره مخامخ شول او موږ ځان تباه کوو د ټولو ژویو د ژوندي پاتې کېدو لپاره یو خوندي ځای واوسي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د تېر یوه کال موده کې د کورونا وبا له خپرېدو راهیسې د انلاین خدمتونو زیاتېدو له کبله د امازون مشر جیف بیزوس شتنمي هم ډېره شوې ده.
خو نوموړي له خپلې مخکینۍ مېرمن مکنزي سکاټ نه له بېلتون وروسته د خپلې شتمنۍ څلور سلنه برخه هغې ته ورکړه، چې له کبله یې ښاغلي موسک د شتمنې له پلوه ترې مخکې شو.
دغه راز د مقرراتو ګواښ له کبله د امازون شتمني هغسې وده و نه کړه، چې له دې پرته یې ښايي کړې وای.
د مایکروسافټ شریک موسس بیل ګیټس له هغه مخکې تر کلونو پورې د نړۍ تر ټولو شتمن کس و، چې ۲۰۱۷ کال کې ښاغلي بیزوس شاته کړ.
د بیل ګیټس ټوله شتمني ۱۲۷ اعشاریه اووه میلیاردو ډالرو ته رسېږي، خو که د لسیزو اوږدو کې یې ډېرې پیسې په خیریه چارو کې د بسپنې په ډول نه وای ورکړې، اوس به یې د شتمنۍ کچه خورا لوړه وه.
بلومبرګ بیا د جیف بیزوس شتمني ۱۸۲ میلیارده ډالره اټکلوي.










