اوبه پلورونکی د چین تر ټولو شتمن کس شو

اوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نونګفو سپرنګ سورسری بوتل ډېر مشهور دی.

د علي بابا کمپنۍ مالک جېک ما اوس د چین تر ټولو شتمن سړی نه دی، بلکې ځای یې ژونګ شنشان نیولی چې کاروبار یې بوتلونو کې د اوبو لېږدول دي.

شونګ شنشان په ۱۹۹۶ کال خپله کمپني نونګفو سپرنګ جوړه کړه.

دا کپمني د چین په ختیځ ولایت ژوهیجیانګ کې ده.

د بلومبرګ بیلینیر انډېکس د مالوماتو له مخې اوس د ژونګ شنشان ټوله شتمني ۵۸،۷ میلیارد ډالره کېږي.

وروستیو کې د چین د ونډو بازار کې د خپلې کمپنۍ راجیسترولو او د درملو یوه کمپنۍ کې د ډېری برخې اخیستلو سره د نوموړي شتمني لا ډېره شوه.

ژونګ شنشان تر ډېره په لوون ولف نوم سره هم پېژندل کېږي او د شتمني زیاتېدو سره اوس هغه د هند له مکیش امباني وروسته د اسیا دویم تر ټولو شتمن کس دی.

د نړۍ د شتمنو نوملړ کې یې نوم ۱۷ دی.

تر ډېره داسې انګېرل کېږي چې په چین کې شتمن کسان د ټیکنالوجۍ صنعت سره تړاو لري، خو د واشتګټن او بېجینګ ترمنځ د اړیکو خرابېدو سره د ونډو بازار کې د هوای، ټیک ټاک او وي چټ په څېر چینايي کمپنیو ارزښت کم شوی دی.

چین کې د خوراک څښاک اړوند کمپنۍ اوس په چټکي بره ځي او شتمني یې هم ډېرېږي.

سورسری بوتل

امباني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسیا تر ټولو شتمن مکیش امباني

روانه میاشت چې کله نونګفو سپرنګ کمپنۍ خپل نوم د هانکانګ ونډو بازار کې درج کړ، نو په اوله ورځ یې د ونډو ارزښت ۵۴ سلنه ډېر شو.

نونګفو سپرنګ بوتلونه سور سر لري او دا یې مشهوره ځانګړنه ده.

دا بوتلونه ټول چین کې پلورل کېږي هغه که د یوې کوڅې کوچنی دوکان یا لوکس هوټل وي.

پر دې سربېره دا کمپنۍ چای او د مختلفو خوندونو ویټامیني څښوني یا مشروبات تیاروي.

د ونډو بازار کې له ثبتېدو وروسته شونګ شنشان د چین د دوو شتمنو کسانو یانې د علي بابا د څېښتن جیک ما او د ټین سېنټ کمپنۍ د مالک پوني ما سره لیکه کې ودرېد.

خو دا اونۍ د ټیکنالوجۍ کمپنیو د ونډو لوېدو سره د نوموړي کمپنۍ مخته شوه.

د علي بابا شرکت څېښتن جېک ما تېرو شپږو کلونو کې د چین تر ټولو شتمن کس و.