د نړۍ یو تر ټولو شتمن کس خپل ټول ملکیتونه پلوري

د عکس سرچینه، Zillow/Musk
امریکایي میلیاردر الن مسک په کلیفورنیا کې خپل دوه عصري خو ګرانبیه کورونه پلور ته وړاندې کړي، اوس داسې ښکاري چې نوموړي د خپلو ټولو ملکیتونو پلورلو نیت کړی.
ښاغلی مسک د نړۍ د موټر جوړولو د لویې او بډایه کمپنۍ ټسلا مشر دی، او د فوربس مجلې په وینا د نړۍ ۲۳م تر ټولو شتمن کس دی، چې ټوله شتمني یې شاوخوا ۴۰ میلیارده ډالرو ته رسي.
نوموړي د تېرې جمعې پر ورځ پر ټویټر ژمنه کړې وه چې خپل ټول مادي ملکیتونه به پلوري. له همدې اعلانه وروسته اوس هغه دوه کورونه خرڅلاو ته وړاندې شويچې بیه یې څلوېښت ملیونه ډالره دی.
دې ازاد طبیعته او بې پروا ۴۸ کلن میلیاردر دا پرېکړه له کاناډایۍ سندرغاړې ګرایمز نه د خپل لومړي ماشوم د زیږېدو سره هم مهاله کړې ده.
د تېرې جمعې په ټویټونو کې ده دا هم ویلي چې د ټسلا کمپنۍ د ونډو بیه ډېره لوړه ده. په همدې خبره پانګواله د دې شرکت ونډې وپلورلې او ټسلا د برېښنايي موټرو د ونډو په بازار کې د ۱۴ ملیارده ډالرو په بیه خپل ارزښت بیلود.
هغه دغه راز د کورونا وېروس له امله د محدودیتونو سره مخالفت کړی او په یوه ټویټ کې یې ویلي، امریکا همدا اوس ازاده کړئ.

د عکس سرچینه، ROBYN BECK/AFP
په دې ملکیتونو کې چې نوموړي یې د پلورو ژمنه کړې یو هم د هالیووډ د افسانوي ستوري جین وېلډر کور دی چې ښاغلي مسک په ۲۰۱۳ کال کې پېرلی و.
دا کور یو حوض او د میلمنو لپاره یوه جلا استوګنځی لري او اوس د نهم نیم ملیونه امریکايي ډالرو په بیه خرڅلاو ته وړاندې شوی دی.
بل کور یې هم خرڅلاو ته وړاندې شوی چې بیه یې ۳۰ ملیونه ډالره ده.
دې خبرونو له ځینو کمپنیو سره شک پیدا کړی چې ښاغلی مسک څه کول غواړي.
ښاغلی مسک په کالیفورنیا کې هم څو کورونه لري. وال سټریټ ژورنال د رپوټ له مخې د دې کورونو په رانیولو ده او یا د ده اړونده کمپیو سل ملیونه ډالره لګولي دي.
خو دا کورونه یې خپل اصلي کور ته چې دی په کې اوسیږي نږدې دي.
د ده د زوی په زیږېدلو سره اوس د ده اولادونو شمېر شپږو ته ورسېدو، او نور پنځه اولادونه یې له لومړۍ مېرمنې دي.
لومړۍ مېرمن یې کاناډایۍ لیکواله جسټېن ولسن ده. د ده ملګرې ۳۲ کلنه ګریمز په سویلي افریقا کې زېږېدلې او له څه باندې دوه کلونو راهیسې ورسره اوسېږي.
په لومړي ځل دوی د یوې جوړې په توګه په ۲۰۱۸ کال کې را ښکاره شول.









