یو ټوېټ چې د ټسلا ارزښت یې ۱۴ میلیارد ډالره کم کړ

ایلان ماسک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ایلان ماسک ټوېټ سره د نوموړي شتمني درې میلیارد ډالره کمه شوه.

د ګاډو تولیدوونکې ټسلا کمپنۍ د ونډو په هکله د دې شرکت د مدیر ایلان ماسک څرګندونو د تسلا ارزښت ۱۴ میلیارد ډالره کم کړ.

ښاغلي ماسک د جمعې په ورځ یوه لنډ ټوېټ کې وویل، په دې نظر دی چې د ټسلا د ونډو بیه له اندازې ډېره زیاته ده.

له دې ټوېټ ورروسته د ټسلا د هرې ونډې بیه- چې نږدې ۷۷۲ ډالره وه- د ورځنیو معاملو په پیل کې په کمېدو شوه او د ورځې تر پای ۷۰۱ ډالر ته ټیټه شوه.

ښاغلی ماسک پر ۲۰۱۸ کال هم د ټسلا د ملکیت د بدلون په هکله د ناسم ټوېټ له امله محکوم شو.

هغه وروسته ژمنه وکړه چې د ټسلا د حقوقي برخې له تایید پرته به د دې کمپنۍ د ونډو په هکله ټوېټ نه کوي.

ایلان ماسک والسټریټ جورنال ته ویلي، د ټسلا له خبرولو پرته یې وروستی ټویټ کړی دی.

د ټسلا د ونډو بیه تېرو دوولسو میاشتو کې دوه برابره شوې ده او د دې کمپنۍ ارزښت هم له سل میلیارد ډالرو زیات شوی دی.

وروستیو میاشتو کې د ونډو بیو ډېر لوړ او ځوړ درلود. د کورونا وېروس پیلېدو سره د ونډو بیه نږدې نیمايي شوه، خو بیا پورته شوه او بیه یې ۱۲۰ سلنه زیاته شوه.

ایلان ماسک د ټسلا ونډو په هکله پر نظر سربېره د ټوېټونو لړۍ کې دا هم ویلي چې خپله ټوله شتمني پلوري او ملګرې یې ترې خپه ده.

برخلاف دیگر خودروسازان، تسلا اعلام کرد در سه ماهه اول سال سود کرده است

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نورو موټر جوړوونکو اپوټه ټسلا وايي، د کال لومړیو درې میاشتو کې یې ګټه کړې ده.

له دې ټویټ مخکې د کورونا وېروس له امله د کمپنیو له رخصتولو سره د ښاغلي ماسک مخالفت هم په خبرونو اوښتی و.

نوموړي د نیویارک د ونډو بازار شنونکو سره مرکه کې د کارخانو په زور رخصتول فاشیستي، د امریکا له بنسټیزو حقونو سره ټکر او د ټسلا لپاره ډېر خطر بللی و.

ایلان ماسک د کمپنۍ د رخصتولو لپاره د ځايي چارواکو د حکم مقابل کې ودرېد او له هغه را هیسې د دې سیاست یو سخت مخالف دی.

د ایلان ماسک جنجالي ټوېټونه سبب شول چې د شرکت د عاید خبر یې د کال لومړیو دریو میاشتو کې څنډې ته کړل شي.

په داسې حال چې امریکايي موټر جوړوونکو د کورونا وېروس د خپرېدو له امله میلیاردري تاوان ثبت کړ، تسلا وویل، چې د ۲۰۲۰ کال لومړیو دریو میاشتو کې یې ګټه کړې ده.

خو د کال پاتې میاشتو کې د ټسلا مالي وضعیت په راتلونکي کې د شرکت د ځای ساتلو لپاره مهمه ازموینه ده.

تویوتا می‌گوید تا سال ۲۰۲۵ چهل مدل با موتور الکتریکی تولید خواهد کرد

د عکس سرچینه، TOYOTA

د عکس تشریح، د کورونا وېروس له امله اټکل دی چې سږ کال به د ګاډو تولید نږدې شل سلنه کم وي.

له کورونا وېروس سره مبارزې د پخوانيو ګاډو جوړوونکو د برېښنايي ګاډي جوړولو وس کم کړ، خو که تسلا راتلونکو میاشتو کې خپل مالي انډول وساتي، له سیالانو سره یې واټن زیاتېږي او بازار کې خپل دریځ تثبیتوي.

د کمپنیو رخصتي او پلور کمېدلو د ګاډو صنعت ته میلیاردونه ډالر تاوان رسولی او کمپنۍ اړ شوې چې درون پور واخلي.

اټکل دی چې سږ کال به د ګاډو تولید نږدې شل سلنه کم شي.