داسې نوی ګاډی چې له الوتکې چټک دی

د چټک تلونکي ګاډي جوړولو برتانوي شرکت بلډ هانډ (Bloodhound) داسې موټر جوړ کړی چې په یوه ساعت کې به زره مایله (۱۶۱۰ کیلومتره) واټن وهي.
دا ګاډی د شنبې په ورځ په یوه دښته کې ازمایل شوی چې سرعت یا چټکتیا یې په یوه ساعت کې له ۶۰۰ مایلو اوښتی. دا د ګړندیو ګاډو په تاریخ کې لومړی موټر دی چې دومره تېز ځغلي.
له دې وړاندې یوازې ۷ ډوله ګاډي جوړ شوي دي چې په یوه ساعت کې له ۶۰۰ مایلو کم مزل کوي.
د بلډ هانډ د شرکت دغه لاسته راوړنه ځکه د یادولو وړ ده چې د جېټ الوتکې ماشین پکې لګېدلی او ډيزاین یې راکټ ګاډو ته ورته شوی دی.
ټاکل شوې دا ګاډی تر راتلونکي کاله پوره چلېدو ته چمتو شي او دومره به پیاوړی وي چې د چټک ځغلېدو نړیوال ریکارډ (۷۶۳ مایله په ساعت کې) به مات کړي.
دغه ریکارډ ۲۲ کاله وړاندې د برتانوي شرکت (Thrust SSC) لخوا جوړ شوي ګاډي ټینګ کړی و.
هغه وخت هم ریکارډ د چلوونکي انډي ګرین لخوا ټينګ شوی و، هغه پیلوټ چې د شنبې په ورځ یې د بلډ هانډ نوی ګاډی هم چلولی دی. دی وايي:
"هغه ثبات او ډاډ چې ماته د موټر چلوونکي په توګه بلډ هانډ راکړ دا ښيي چې کلونه کلونه د نړۍ په کچه پخوانیو او اوسنیو انجینرانو د داسې ګاډو په جوړولو پانګونه کړې."
"په ساعت کې ۶۲۸ مایله ته د سرعت له رسېدو چې کوم ارقام موږ د دې ګاډي له ازمایلو لاسته راوړي دا ښيي چې راتلونکی کال یو نوی نړیوال ریکارډ جوړولی شو."
بلډ هانډ د خپل نوي ګاډي چټکتیا د سویلي افریقا د شمالي برخې په یوه لویه دښته کې ازمایلې.
یوه ساعت کې۶۲۸ مایله چټکتیا د الوتکو له سرعت زیاته ښودل شوې چې د بلډ هانډ شرکت ګاډی پرې پر ځمکه مزل کوي.
دا هغه سرعت دی چې یوه جنګي الوتکه په ځغاستلیکه کې له څو شیبې مزل وروسته ورته رسېدلی شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د ازموینې ډلې ویلي، د ازموینې پرمهال ۶۲۸ مایله ډېر سرعت دی او له دې ازموینې وروسته به دغه ګاډی بېرته انګلستان ته یووړل شي.
پخواني ګاډي چې په یوه ساعت کې ۶۰۰ مایله مزل کوای شو، سونیک ۱، بلو فېم ټرسټ ۲، بډویزر راکېټ، سونیک ارو، اسي انوېډر ۳ او ټرسټ اېس اېس سي ښودلی شوي دي.
یوازې ټرسټ اېس اېس سي او بډویزر راکټ توانیدلي چې له ۷۰۰ مایلوډېر مزل وکړي.









