بوګاتي ۹ میلیون ډالري ګاډی بازار ته وړاندې کړی

د عکس سرچینه، BUGATTI
د بوګاتي موټر جوړولو شرکت اعلان کړی چې د چنتودیاچي (Centodieci) په نوم نوی ګاډی جوړ کړی او د امریکا د کالیفورنیا د کلاسیکو ګاډو په فیستوال کې یې نندارې ته وړاندې کړی دی.
چنتودیاچي نوم چې په ایټالیايي ژبه کې ۱۱۰ شمېرې ته ویل کیږي، د دې فرانسوي ګاډو جوړونکي شرکت د ۱۱۰ کلیزې په مناسبت پرې ايښودل شوی دی. دا کارخونه په نویمو میلادي کلونو کې جوړه شوې ده.
چنتودیاچي د تخنیک له اړخه ۱۶ سلنډره ماشین لري. په ۲،۴ ثانیو کې له صفر نه یې سرعت سلو کلومترو ته رسیږي او لوړ سرعت یې په الکترونیکي بڼه ۳۸۰ کیلومترو ته په یو ساعت کې رسیږي.
چنتودیاچي د پخواني ماډل ګاډي (EB110) ته ورته ډیزاین شوی او د دواړو ترمنځ ورته والی شته. د مخې ښیښه او مخکې د بوګاتي نښان د نورو ګاډو پرته کوچنی دی.
شرکت ویلي، د چنتودیاچي ماډل به یوازې لس ګاډي به بازار ته وړاندې کوي. ددې موټر ارزښت اته میلیونه یورو (شاوخوا ۹ میلیونه ډالره) دی او د شرکت د چارواکو په خبره لس واړه ګاډي له وړاندې پلورل شوې دي.
دا دریم ماډل ګاډی دی چې بوګاتي یې په محدوده اندازه او په لوړ قیمت بازار ته وړاندې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بوګاتي که څه هم د ګاډو صنعت کې یو معتبر نوم دی، خو له مالي اړخه چندان ثبات نه لري او ان داسې اوازه هم خپره شوې چې د فلوکس واګون کمپنۍ چې بوګاتي شرکت یې اخیستی و کېدای شي بېرته وپلوري.
بوګاتي د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د ګاډو د صنعت مشهوره کمپنۍ وه، خو په پنځوسمه میلادي لسیزه کې او د دې کمپنۍ د بنسټ اېښودونکي اتوره بوګاتي له مړینې وروسته دا شرکت تاواني او له پښو وغورځېد.
د اتیایمې میلادي لسیزې په وروستیو کې یو د رومانو ارتیولي په نوم یوه ایټالیايي سوداګر ددې نوم د ژوندي کولو لپاره په ایټالیا کې د ګاډو کارخونه جوړه کړه. هغه د ګاډو د نامتو ډیزاینر مارچلو ګاندیني په مرسته چې د لامبورګیني لپاره یې هم ګاډي ډيزاین کړي، د EB110 په نوم نوی ماډل ګاډي جوړ او بازار ته وړاندې کړ.

د عکس سرچینه، BUGATTI
سره له دې چېEB110 د ځواک او سرعت له اړخه له خپلو رقیبانو کمی نه درلود، خو ویې نه کړای شو چې د مک لارن F1 او فراري F40 په شان د خلکو پام ځان ته ورټول کړي او په پایله کې یې شرکت له پښو وغورځېد او په ۱۹۹۸ کې د ګاډو بل شرکت فلولکس واګون بوګاتي وپېره.
بوګاتي د فولکس واګون تر مالکیت لاندې د ویرون (Veyron) په نوم نوی ماډل ګاډی جوړ کړ چې څو کاله د نړۍ تر ټولو قیمتي او تیزچلېدونکی ګاډی و او دا شرکت یې نړیوال شهرت ته ورساوه.
بوګاتي دوه کاله وړاندې د ویرون له پاسه شیرون ګاډی بازار ته وړاندې کړ.









