تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو ټوېټ چې د ټسلا ارزښت یې ۱۴ میلیارد ډالره کم کړ
د ګاډو تولیدوونکې ټسلا کمپنۍ د ونډو په هکله د دې شرکت د مدیر ایلان ماسک څرګندونو د تسلا ارزښت ۱۴ میلیارد ډالره کم کړ.
ښاغلي ماسک د جمعې په ورځ یوه لنډ ټوېټ کې وویل، په دې نظر دی چې د ټسلا د ونډو بیه له اندازې ډېره زیاته ده.
له دې ټوېټ ورروسته د ټسلا د هرې ونډې بیه- چې نږدې ۷۷۲ ډالره وه- د ورځنیو معاملو په پیل کې په کمېدو شوه او د ورځې تر پای ۷۰۱ ډالر ته ټیټه شوه.
ښاغلی ماسک پر ۲۰۱۸ کال هم د ټسلا د ملکیت د بدلون په هکله د ناسم ټوېټ له امله محکوم شو.
هغه وروسته ژمنه وکړه چې د ټسلا د حقوقي برخې له تایید پرته به د دې کمپنۍ د ونډو په هکله ټوېټ نه کوي.
ایلان ماسک والسټریټ جورنال ته ویلي، د ټسلا له خبرولو پرته یې وروستی ټویټ کړی دی.
د ټسلا د ونډو بیه تېرو دوولسو میاشتو کې دوه برابره شوې ده او د دې کمپنۍ ارزښت هم له سل میلیارد ډالرو زیات شوی دی.
وروستیو میاشتو کې د ونډو بیو ډېر لوړ او ځوړ درلود. د کورونا وېروس پیلېدو سره د ونډو بیه نږدې نیمايي شوه، خو بیا پورته شوه او بیه یې ۱۲۰ سلنه زیاته شوه.
ایلان ماسک د ټسلا ونډو په هکله پر نظر سربېره د ټوېټونو لړۍ کې دا هم ویلي چې خپله ټوله شتمني پلوري او ملګرې یې ترې خپه ده.
له دې ټویټ مخکې د کورونا وېروس له امله د کمپنیو له رخصتولو سره د ښاغلي ماسک مخالفت هم په خبرونو اوښتی و.
نوموړي د نیویارک د ونډو بازار شنونکو سره مرکه کې د کارخانو په زور رخصتول فاشیستي، د امریکا له بنسټیزو حقونو سره ټکر او د ټسلا لپاره ډېر خطر بللی و.
ایلان ماسک د کمپنۍ د رخصتولو لپاره د ځايي چارواکو د حکم مقابل کې ودرېد او له هغه را هیسې د دې سیاست یو سخت مخالف دی.
د ایلان ماسک جنجالي ټوېټونه سبب شول چې د شرکت د عاید خبر یې د کال لومړیو دریو میاشتو کې څنډې ته کړل شي.
په داسې حال چې امریکايي موټر جوړوونکو د کورونا وېروس د خپرېدو له امله میلیاردري تاوان ثبت کړ، تسلا وویل، چې د ۲۰۲۰ کال لومړیو دریو میاشتو کې یې ګټه کړې ده.
خو د کال پاتې میاشتو کې د ټسلا مالي وضعیت په راتلونکي کې د شرکت د ځای ساتلو لپاره مهمه ازموینه ده.
له کورونا وېروس سره مبارزې د پخوانيو ګاډو جوړوونکو د برېښنايي ګاډي جوړولو وس کم کړ، خو که تسلا راتلونکو میاشتو کې خپل مالي انډول وساتي، له سیالانو سره یې واټن زیاتېږي او بازار کې خپل دریځ تثبیتوي.
د کمپنیو رخصتي او پلور کمېدلو د ګاډو صنعت ته میلیاردونه ډالر تاوان رسولی او کمپنۍ اړ شوې چې درون پور واخلي.
اټکل دی چې سږ کال به د ګاډو تولید نږدې شل سلنه کم شي.