اېلون موسک د نړۍ دویم تر ټولو شتمن کس شو

الن موسک

د عکس سرچینه، Getty Images

د تکنالوژۍ نړۍ نوښتګر شخصیت اېلون موسک د شتمنۍ له ډېرېدو وروسته د مایکروسافټ له موسس بیل ګټس مخکې شوی او د نړۍ دویم شتمن سړي ځای ته رسېدلی دی.

د موټر جوړولو ټیسلا شرکت د ونډو بیو له لوړېدو وروسته د نوموړي شتمني له اووه اعشاریه دو میلیاردو ډالرو ۱۲۸ میلیاردو ډالرو ته زیاته شوې ده.

د بلومبرګ شتمنو کسانو د نوملړ له مخې یوازې د امازون موسس جیف بیزوس له ده ډېره شتمني لري.

دا د هغو رپوټونو له خپرېدو وروسته ده، چې ویل کېږي په امریکا کې د ونډو مهم لیسټ ایس اینډ پي ۵۰۰ ته به د ټیسلا ونډې هم شاملې شي.

له دې سره د دې الیکټرونیکي ګاډو پېرودلو بازار تود شو، حیثیت یې ۵۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېد او په سوداګرۍ کې د ښاغلي موسک برخه هم ورسره ډېره شوه.

سره له دې چې ټیسلا د ټوټا، وې - ډبلیو او جنرل موټرز پرتله د ګاډو یوه برخه تولیدوي، دا د موټر چمتو کولو یو مهم شرکت بلل کېږي.

د سې شنبې پر ورځ جرمني کې د خبرو پر مهال اېلون موسک وویل، د ټیسلا لپاره اوس دا د 'پوهېدو وړ ' ده چې د موټر جوړولو پراخ اروپايي بازار ته له یوه کوچني موټر سره داخل شي.

نوموړي وویل:

''د شخصي لاملونو له کبله په امریکا کې لویو موټرو ته تمایل ډېر دی، خو په اروپا کې (دوی) باید کوچني واوسي. ''

بل لور ته له کلونو زیان وروسته له خپرې وبا سره سره پنځو پرلپسې مالي ربعو کې ټیسلا ګټه کوي.

دغه شرکت چې مرکز یې کالفورنیا کې دی، اوس د ایس اینډ پي ۵۰۰ له لویو ګډونوالو یو دی، چې د بازار حیثیت یې تر ۵۰۰ میلیاردو ډالرو دېر دی.

د دې معانا دا هم ده، چې د پانګونې څارونکې به په اتومات ډول د دې له ونډو بازاره ګټه ترلاسه کوي او دا داسې څه دی، چې پانګوال ورته لېوال دي.

ګیټس او بیزوس

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د مایکروسافټ شریک موسس بیل ګیټس له هغه مخکې تر کلونو پورې د نړۍ تر ټولو شتمن کس و، چې ۲۰۱۷ کال کې ښاغلي بیزوس شاته کړ.

د بیل ګیټس ټوله شتمني ۱۲۷ اعشاریه اووه میلیاردو ډالرو ته رسېږي، خو که د لسیزو اوږدو کې یې ډېرې پیسې په خیریه چارو کې د بسپنې په ډول نه وای ورکړې، اوس به یې د شتمنۍ کچه خورا لوړه وه.

بلومبرګ بیا د جیف بیزوس شتمني ۱۸۲ میلیارده ډالره اټکلوي.

د روان کال اوږدو کې چې وبا خپره شو، ورسره د امازون خدمتونه ډېر او د ښاغلي بیزوس د شتمني کچه هم لوړه شوه.

ښاغلی موسک چې پرلپسې له ناندریو سره مخامخ دی، تېرې څو اونۍ یې هم په خبرونو کې تېرې شوې.

د تېرې اونۍ پای کې نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ولیکل چې 'ډېر احتمال ' شته چې د متوسطې یا منځنۍ کچې کوویډ - ۱۹ قضیه لري او د (یوه نرم) زکام نښې لري.

دا له هغه یوه ورځ مخکې وه، چې څلور ستور مزلي د ښاغلي موسک د سپېس ایکس له لوري چمتو شوي راکټ کې نړیوال فضايي مرکز ته روان شوو.