په ۱۵،۷ میلیون ډالرو پلورل شوی الماس "وړیا" بلل کېږي

د عکس سرچینه، AFP
یو ناویات یا کمیاب سپین الماس چې ۱۰۲ قیراطه دی په لیلام کې ۱۵ میلیون او ۷ لکه ډالر وپلورل شول، خو کارپوهان یې دا پلور "وړیا" بولي.
دا الماس د ټلیفون له لارې یوه ناپېژاند کس لیلام کې وپېره.
هانکانګ کې ساتبیز لیلام دا ځل خپله لیلامي د کورونا وبا له امله پرلیکه یا انلاین وړاندې کړه.
دا الماس له ۲۷۱ قیراطي ډبرې توږل شوی او دا ډبره پر ۲۰۱۸ کال د کاناډا یوه کان کې موندل شوې وه.
په دې کیفیت تراوسه یوازې اوه نور الماس چې هر یو له سل قیراطو زیات و په لیلام کې پلورل شوي دي.
ساتبیز دا الماس "بې نقصه" بولي او وايي: "هرڅومره یې چې د ښکلا او ناویاتۍ په هکله وویل شي، بیا هم کم دي. "
د دې الماس د لیلام لپاره پلورونکي بیه ټاکلې نه وه.
دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو الماس له بیې ټاکلو پرته په لیلام کې پلورل کېږي.
د "۷۷ډایمنډز" په نوم د اینټرنیټي ګاڼو لوی مدیر توبیاس کورماینډ د دې الماس دا بیه "وړیا" وبلله.
ښاغلی کورماینډ وايي: "پلورونکي د لږ تر لږه بیې نه ټاکلو سره زړوره پرېکړه وکړه، خو ښه نتیجه یې نه درلوده. "

د عکس سرچینه، Getty Images
پر ۲۰۱۷ کال هغه غاړه کۍ چې ۱۶۳ قیراطه الماس یې درلود په ۳۳ میلیون او اوه لکه ډالرو د جنیوا په کریسټیز لیلام کې وپېرل شو.
هغه الماس په انګولا کې له ۴۰۴ قیراطه ډبرې توږل شوی و او ویل کېږي تر ټولو لوی الماس و چې پېرل کېده. د هغه پېرونکی هم مالوم نه و.
همغه کال یو بل الماس چې له ۱۹ قیراطو لږ سپک و په ۴۲ میلیون او درې لکه ډالرو په کریسټیز لیلام کې وپېرل شو. دا د یو قیراط الماس لپاره تر ټولو ګرانه بیه ده.
د کریسټیز لیلام د اروپايي څانګې د مسوول په خبره، د هر قیراط لپاره درې میلیون او شپږ لکه ډالرو د دې الماس لپاره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
یو قیراط له ۲۰۰ میلي کرامو سره برابر دی.










