اسراییل: حماس جلا برج زموږ پر توغندیز سیستم د پرازیټ لپاره کاراوه

د ویډیو تشریح، د جلا برج نړېدو شېبه

اسراییل وایي، حماس د جلا برج په نوم د رسنیو یوه وداني د دوی پر توغندي ضد سیستم د پرازیټ اچولو لپاره کاروله. د حماس او اسراییل وروستيیو نښتو کې اسراییلي الوتکو دغه ۱۲ پوړه وداني له منځه یووړه.

په دې ودانۍ کې د اسوشېټېډ پرېس او الجزیره تلوېزون دفترونه هم وو.

ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي نیویارک کې د اسوشېټېډ پرېس همکارانو ته وضاحت ورکولو کې وویل، هېواد یې تیار دی چې غزه کې د دې دفتر په رغولو کې مرسته وکړي.

اسوشېټېډ پرېس دا لیدنه ښه بولي، خو زیاتوي لا هم داسې شواهد نشته چې اسراییل پرې خپله ادعا تایید کړي.

فلسطینۍ ډله حماس چې غزه کنټرولوي لا یې هم د اسراییل د دې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.

د ختیز بیت المقدس نیواکي سیمه کې د څو اونیو زیاتېدونکي کړکېچ له امله د مسلمانانو او یهودانو لپاره سپېڅلو ځایونو کې تاوتریخوالي د حماس او اسراییل ترمنځ نښتو ته لار برابره کړه.

حماس اسراییل ته له دې ځای د وتلو خبرداري پسې توغندیز برید پیل کړ او مقابل کې اسراییل هم پر غزه بمبار ته مخه کړه.

ملګري ملتونه وايي، دې یوولس ورځنیو نښتو کې ۲۵۶ کسان غزه او ۱۳ اسراییل کې ووژل شول.

دواړو لورو د تېرې میلادي میاشتې پر ۲۱ اوربند وکړ.

ملګري ملتونه دا هم وايي، غزه کې ۱۲۸ ولسي وګړي وژل شوي. خو د اسراییل پوځ وايي، غزه کې یې ۲۰۰ وسلوال وژلي دي.

پخپله حماس دې نښتو کې د وژل شویو وسلوالو شمېر ۸۰ کسه ښودلی دی.

د مې میاشتې پر ۱۵ د جلا برج نړېدو پسې اسوشېټېډ پرېس او الجزیزه د اسراییلي حکومت سپیناوی وغوښت.

فلسطینیان وايي، د اسراییل بریدونو کې یې تر زرو ډېرې ودانۍ ورانې شوې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فلسطینیان وايي، د اسراییل بریدونو کې یې تر زرو ډېرې ودانۍ ورانې شوې.

ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازی چې امریکا کې سفیر هم دی د دوشنبې په ورځ نیویارک کې د اسوشېټېډ پرېس دفتر ته ورغی او د اسراییل دفاع وزارت هم د سې شنبې په ورځ بیانیه خپره کړه.

ښاغلي ایردان د دې خبري اژانس مشرانو ته وویل، حماس د اوسپنیز ګونبد په نوم توغندیز ډال پرضد جلا برج د پرازیټ سیستمونو د پراختیا لپاره کاراوه.

د هغه په خبره، اسراییل فکر نه کوي چې د دې اژانس کارمنان په دغه ودانۍ کې "د حماس له دې پټ کار خبر وي."

هغه زیاته کړه: "اسراییل د رسنیو ازادي اهمیت ته درناوی لري او غواړي غزه کې د اسوشېټېډ پرېس د چارو بیا پیلېدو او دفتر رغولو کې مرسته وکړي. "

وروستیو نښتو کې اسراییل ته تر درې زرو ډېر توغندي وتوغول شول او د اسراییل دفاع وزارت وايي، توغندیز سیستم یې نوي سلنه شنډ کړي دي.

اسوشېټېډ پرېس د اسراییل ها ارتص ورځپاڼې ته ویلي د ښاغلي ایردان د لیدنې او د دفاتر رغولو کې د مرستې د وړاندیز هرکلی کوي.

خو زیاتوي، دوی داسې شواهد ونه لیدل چې وښيي جلا برج ځکه ونړول شو چې حماس اسراییل ته سملاسي ګواښ پېښاوه.

دا خبري اژانس وايي، د واقعیت ښکارېدلو لپاره دې اسراییل په دې تړاو خپل ټول شواهد وړاندې کړي.

د الجزیره غبرګون

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د قطر الجزیه تلوېزون هم دا برید غندلی او وايي، دې برخه کې د اسراییل د مسوول پېژندلو لپاره به هر ډول هڅې وکړي.

الجزیره وايي، اسراییل د پېښو د رپوټولو او د نړۍ خبرولو د مخنیوي لپاره دا برج ونړاوه.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د هغو کسانو له ډلې و چې په دې هکله یې د اسراییل وضاحت وغوښت.

اسراییل له برید یوه ګړۍ مخکې د دې ۱۲ پوړه ودانۍ اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی و.

سیمه کې لا هم اوربند ټینګ دی او د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا د دې وروستیو نښتو په هکله پلټنه کوي او فلسطینیان دا ګام ستايي.

خو اسراییل دا پلټنې د اسراییل ضد سخت احساسات بولي او امریکا وايي، دا کار به سیمه کې د ټیکاو په هکله پرمختګ له خطر سره مخ کړي.