تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلو له غزې سره پولې ته تازه دمه ځواکونه او پوځي وسایل ولېږل
د اسرائیلو پوځ له غزې تړانګې سره ګډې پولې ته تازه دمه ځواکونه استولي او وایي، هلته د هر ډول وضعیت او د تاوتریخوالي ډېرېدو ته چمتووالی نیسي.
د پوځ یوه ویاند بي بي سي ته وویل، درې زره احتیاطي پوځیان هم بېرته پوځي خدمت ته ور بلل شوي دي.
دغه احتیاطي پوځیان به په عرب مېشتو اسرائیلي ښارونو کې د نښتو مخنیوي کې له پولیسو سره مرسته کوي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په دې ښارونو کې د عربو او اسرائیلي وګړو ترمنځ نښتې او تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
په غزه کې د بي بي سي خبریال وایي، تېره شپه د ۲۰۱۴ کال جګړې راهیسې په دې سیمه کې تر ټولو سخت متقابل بریدونه شوي دي.
د حماس ډلې وسلوالو غزه کې تر هغه وروسته د اسراییل پر لور لسګونه توغندي وتوغول چې هوايي برید کې یې څو قومندانان ووژل شول او یوه ګڼ پوړې ودانۍ ونړېده.
غزه کې یوه مشهوره وداني الشروق برج- هم، چې د رسنیو دفترونه پکې وو- د اسراییل برید کې په کنډواله بدله شوه.
دې بریدونو کې پر نورو سربېره د حماس یو مهم قومندان ابو عماد هم ووژل شو او دا پر ۲۰۱۴ کال د غزې له جګړې وروسته تر ټولو مهم کس دی چې وژل کېږي.
حماس وايي، د خپلو قومندانانو د غچ اخیستو لپاره یې د اسراییل تر ټولو ستر بندر اشدود ته هم ۵۰ توغندي توغولي دي.
د تاوتریخوالي زیاتېدل
رپوټونه وايي، د حماس توغندیز برید کې د اسراییل لوېدیځ ته څو ځایونه لګېدلي او له امله یې سیدروت کې یو ځلموټی وژل شوی دی.
اسراییل وایي، فلسطیني وسلوالو تراوسه پر اسراییل له زرو ډېر توغندي توغولي دي او دغه هېواد هم په ځواب کې پر غزه سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.
د دوشنبې په ورځ پيل شوې دې جګړې سختېدو سره ملګري ملتونه د بشپړې جګړې خبرداری ورکوي.
د اسراییل بریدونو کې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۳۶۰ کسانو ډېر ټپي شوي دي.
د حماس توغندیزو بریدونو کې هم اسراییل کې اوه کسان وژل شوي دي.
ختیځ بیت المقدس کې د مسلمانانو او یهودانو لپاره د سپېڅلي ځای پر سر له څو اونیو راهیسې جنجال دې جګړې ته لمن ووهله.
د دواړو لورو پر هوايي او توغندیزو بریدونو سربېره اسراییل کې د عربو او یهودانو ترمنځ هم تاوتریخوالی پیل شوی دی.
د اسراییل پولیس وايي، د دغه هېواد د یهودو او عرب وګړو ګډ مېشتو سیمو کې یې د تاوتریخوالي له امله بېګا ۳۷۴ کسان ونیول او ۳۶ پولیس هم ټپي شوي دي.
اسراییلي رسنۍ دا هم وايي، چې په مېنو او ښارونو کې د یهودانو او عربانو ډلې پر یو بل بریدونه کوي.
په اکر ښار کې عربو یو یهودی لاسونو ته ټپي کړی او بټ یام کې هم یهودانو عرب له خپل ګاډي کوز کړی او وهلی دی.
د دې پېښو له امله پرون د اسراییل لومړي وزیر په لود ښار کې بېړنی حالت اعلان کړ. د رپوټونو له مخې هلته عربانو پر ګاډو او کارځیو بریدونه کړي او اور یې ور اچولی دی.
اسراییل ټایمز وايي، د دغه هېواد لومړي وزیر بن یمین نتنیاهو د تېرو ورځو بریدونه ګډوډي وبلله او زیاته یې کړه:
"هیڅ داسې دلیل نشته چې د عربو ډله یهودان زیانمن کړي او نه هم داسې دلیل شته چې یهودۍ ډله عربان زیانمن کړي."
بن یمین نتنیاهو وايي، تاوتریخجنو سیمو کې د پولیسو سره د قانون پلي کولو کې د مرستې لپاره د پوځ لېږلو پلان لري.
د بایډن او نتنیاهو خبرې
د امریکا ولسمشر جو بایډن د چارشنبې په ورځ له بن یمین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرو کې د اسراییل د امنیت لپاره خپل ملاتړ وړاندیز کړی، خو په ورته مهال یې "د تلپاتې ارامۍ" پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
نوموړي سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا هم وویل، چې هیله لري ژر تر ژره وضعیت سم شي او همدارنګه یې زیاته کړه چې اسراییل د زرګونو توغندیو مقابل کې د خپلې دفاع حق لري.
د امریکا حکومت د چارشنبې په ورځ خپل یو مهم ډيپلوماټ هادي عمرو په بیړه منځني ختیځ ته واستاوه چې له اسراییلو او فلسطنیانو ترمنځ تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن دا حالت زړه بوږنوونکی بولي او وايي، ښاغلی عمرو به له دواړو لورو سره وګوري.
نوموړي له نتنیاهو سره ټلیفوني خبرو کې د اسراییلیانو او فلسطنیانو ته د خوندي او امن ژوند د برابرو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو خبرداری
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، پر روان تاوتریخوالي سخت اندېښمن دی. نوموړي د وضعیت ارامولو لپاره د هڅو ګړندي کولو غوښتنه کړې ده.
د منځني ختیځ چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تور ونزلنډ خبرداری ور کوي چې روان تاوتریخوالی په یوه جنګ بدلېدلی شي.
نوموړی د اوسني تاوتریخوالي سملاسي درېدل غواړي.
په ورته مهال د جرمونو نړیوالې محکمې مشره څارنوالې فټو بنسوډا وايي، غزه کې وضعیت څاري او داسې احتمالي شته چې روانو نښتو کې د بشر ضد جرمونه شوي وي.