د امارات-اسراییل هوکړه کې څه دي؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې متحده عربي‌ اماراتو او اسراییل د خپلمنځي اړیکو د نورمالولو هوکړه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ابوظبي شهزاده محمد بن زاید په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، هیله لري‌ چې دا تاریخي پرمختګ به په منځني ختیځ کې سوله راولي.

همدا راز ویل شوي چې اسراییل به له نورو عرب او اسلامي هېوادونو سره هم پر اړیکو پراخولو غور کوي.

راتلونکو اونیو کې د اسراییل او اماراتو پلاوی خپلو کې د پانګونې، ګرځندوی، مخامخ الوتنو، امنیت، ټرانسپورټ، ټیکنالوجۍ، انرژۍ، روغتیا، کلتور، چاپېریال او سفارت جوړولو او نورو خپلمنځي ګټو اړوند دوه اړخیز تړونونه لاسلیکوي.

پوښتنه دا ده چې دا تړون څه لري.

د بي بي سي خبریال جنتن مارکس وايي، پوره ډیپلوماټیک اړیکي، د سفارتونو جوړول او سوداګریز اړیکي یو ډیپلوماټیک ګام دی، خو لا هم دا پوښتنه شته چې دې تړون کې ژمنې به پلې شي که نه او نور خلیج هېوادونه به هم داسې وکړي که یه.

خو بیا هم د ټولو لورو لپاره د لنډ مهال ګټې لري.

د عربي اماراتو په هکله اوس دا ویل ګران دي چې دا تړون به سملاسي څه ګټه ورته ورسوي، خو له واشنګټن سره به یې اړیکي لا ښه کړي او له اسراییل سره به د دې تړون له لارې په اقتصادي، دفاعي او ساینسي ډګر کې ګټه پورته کړي.

د اسراییل لومړي وزیر بن یمین نتنیاهو هم ویلي چې د کورونا وېروس، انرژۍ، اوبو، چاپېریال خوندیتوب او نورو برخو کې له متحده عربي اماراتو سره همکاري کوي.

دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې هم ویلي، د منځني ختیځ د دوو ډېرو خوځند ټولنو او نویو اقتصادونو ترمنځ نېغو اړیکو سره به اقتصادي پرمختګ وشي، د ټیکنالوجۍ ډګر کې به نوې پنځونې وشي او خلک به خپلو کې لا ښه اړیکي ولري چې ور سره به سیمه بدله شي.

د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ بری

د امریکا ولسمشر د اسراییل او متحده عربي اماراتو د هوکړې اعلانولو پر مهال هیله وښوده چې نور عرب او اسلامي هېوادونه هم د اماراتو پیروي وکړي.

هغه دا هم وویل، چې د دې تړون د لاسلیک لپاره به څو اونیو کې سپینه ماڼۍ کې مراسم جوړ شي.

شنونکي دا تړون د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ بری بولي، چې راتلونکی نمبر بیا ټاکنو کې لوبېږي.

دې تړون سره د نتنیاهو شخصیت هم پیاوړی کېږي چې د اداري فساد د تورونو له امله له پلټنو سره مخ دی.

نتنیاهو ته بری

د اسراییل لومړی وزیر دې هوکړې ته له هغو ستونزو د ځان ژغورنې په سترګه ګوري، چې ځان ته یې پخپله پیدا کړې دي او هغه هم له خپل هېواد سره د اردون سیند لوېدیځې غاړې یو ځایول دي.

خو دا ژمنه یې لا هم په ځای کړې نه ده، ځکه د امریکا بې زړه دریځ او نړیوال مخالفت ور سره شته.

اوس چې له اماراتو سره تړون کوي، نو ټاکنو کې یې د بري امکان زیاتوي، ځکه دې اعلامیه کې راغلي، د دې تړون له کبله به اسراییل په ختیځه تړانګه کې د فلسطین د خاورې قبضه کول بند کړي.

نوموړي پرون هم یوه تلوېزوني وینا کې وویل، چې له اسراییل سره د اردون سیند لوېدیځې غاړې د یو ځایولو پلان ځنډوي.

په ټول کې دا تړون په یو وخت لږ او ډېرې ګټې برابروي، خو خبره چې د فلسطنیانو شي، نو هغوی پر پرېشانۍ سربېره بل څه نه ترلاسوي، ځکه یو ځل بیا نور هم ډډې ته کړل شول.

په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل له جوړېدو راهیسې دا یوازې دریم ځل دی چې یو عربي هېواد ورسره د سولې هوکړه کوي او د بشپړو ډيپلوماټیکو اړیکو پر سر هوکړې ته رسېږي.

له دې وړاندې مصر په ۱۹۷۹ کې او وروسته اردن په ۱۹۹۴ کې ورته پرېکړه کړې وه.