"هیله" ریښتیا شوه؛ اماراتو مریخ ته پلټونکې بېړۍ ولېږله

د متحده عربي اماراتو د "هیله" په نوم پلټونکې بېړۍ له بریالي توغېدو سره مریخ سیارې ته سفر پیل کړ.

دا پلټونکې بېړۍ د جاپان له تانګاشیما ټاپو وتوغول شوه چې ۵۰۰ میلیون کیلومتره سفر به کوي.

تېرو اونیو کې د ناسمې هوا له امله د دې پلټونکې بېړۍ استول دوه ځله ځنډول شوي وو.

د "هیله" په نوم دا پلټونکې بېړۍ به راتلونکې فبرورۍ د متحده عربي اماراتو د رامنځته کېدو د پنځوسمې کلیزې په ویاړ دې سیارې ته ورسېږي.

د دې تشیالي پروګرام مشره سارة الأمیري هیله منه ده چې مریخ ته د امارات د پلټونکي توغولو اغېز به د دغه هېواد پر ولس ډېر وي.

هغې بي بي سي ته وویل، د دې پلټونکي توغول د یوه بشپړ نسل هڅول دي چې لا ستر خوبونه وویني:

"نن زه ډېره خوشاله یم چې د جولای پر ۲۰ سهار کې به اماراتي ماشومان داسې مهال له خوبه را پاڅي چې خپله ځانګړې پروژه لري، یوه نوي واقعیت سره مخامخ کیږي، داسې یونوی امکان ویني چې دوی ته د لا ډېرې برخې اخستو زمینه برابروي او پر نړۍ پراخ اغیز رامنځته کوي"

چین او امریکا هم روانه میاشت کې د مریخ د څېړلو لپاره ورته ماموریتونه پيلوي.

اماراتي انجینرانو تېرو شپږو کلونو کې د دې پلټونکي د ډیزاین، جوړولو او توغولو لپاره د امریکا له پوهنتونونو مرسته ترلاسه کړه.

دا پلټونکی د مریخ د اتموسفیر په هکله پلټنې کوي او د دې سیارې د اب و هوا د ډېرې برخې د له منځه تلو لامل ارزوي.

که دا پلټونکی خپل مقصد ته ورسېږي، نو یوه مریخي کال کې به- چې له ۶۸۷ ورځو سره برابر دی- پر دې سیارې وګرځي او مالومات به یې ځمکې ته واستوي.

امارات اول ځل پر ۲۰۱۴ کال مریخ ته د تلو خپلو پروګرامونه اعلان کړل.

د ۱۳۵۰ کیلوګرامو په وزن هیله په H-2A توغندي سره تشیال ته توغول کېږي او له ځمکې د وتلو او خپل ۵۰۰ میلیون کیلومتري سفر لپاره باید په ګړۍ کې ۴۰ زره کیلومترو سره برابره چټکتیا ولري.