د غزې تت بشري حالت

غزه کې د تت بشري حالت له امله تازه خبرداری ورکړل شوی، چې د اوبو او برېښنا له جدي کمښت سره مخامخ ده. د نړيوال بانک يو نوی راپور، چې نن به نړيوال بسپنه ورکوونکي پرې بحث کوي، وايي د دغې سيمې اقتصاد له روښانه پرځېدو سره مخامخ دی. د غزې او اسرائيلو ترمنځ پولو اوږدو کې مرګوني احتجاجونه بيا پيل شوي، او خبرو کې پر اوږدمهاله اوربند سلا نه ده شوې. د بي بي سي خبرياله د غزې خان يونس کډوالو کمپ ته ورغلې، له يوې کورنۍ سره یې خبرې کړې، چې څنګه دغو کمښتونو سره چلن کوي.