تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جولان غرونه اسراییل ته ولې مهم دي؟
د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، جولان غرونه د اسراییل خاوره ده.
هغه دا سیمه د اسراییلي دولت د امنیت او سیمه ییز ټیکاو لپاره ډېره مهمه وبلله.
د سوریې حکومت د ټرمپ دا څرګندونې بې مسوولیته وبللې او وغندلې.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې د امریکا دا ګام "په پټو سترګو د اسراییل د تقلید ښه ثبوت" وباله.
د سوریې رسنۍ وایي، د دغه هېواد حکومت به د جولان د بېرته ترلاسولو لپاره خپل ټول وسایل وکاروي.
د اسراییل لومړی وزیر بن یمین نتن یاهو- چې بیا بیا د سوریې جګړه کې د ایران د لاسوهنې خبرداری ور کوي- د ټرمپ د پرېکړې مننه کوي.
"داسې وخت دی چې ایران سوریه کې اډې جوړوي او د اسراییل له منځه وړل غواړي، خو ټرمپ زړورتیا سره پر جولان غرونو د اسراییل ملکیت ومانه".
پر ۲۰۱۷ کال امریکا په حکومتي کچه بیت المقدس د اسراییل پلازمېنه وباله او پر ۲۰۱۸ کال یې له تل ابیب خپل سفارت هلته ولېږداوه.
د امریکا دا پرېکړه د فلسطین او عرب نړۍ له سخت غبرګون سره مخ شوه.
فلسطنیان وايي، ختیځ بیت المقدس د دوی د راتلونکي هېواد پلازمېنه ده او د ۱۹۹۳ کال د فلسطین او اسراییل د تړون له مخې پر دغه سیمه پرېکړه وروسته کېږي.
جولان غرونه
جولان غرونه د سوریې هغه سیمه ده چې پر ۱۹۶۷ کال اسراییل لاندې کړه.
جولان غرونه ۱۲۰۰ کیلومتره مربع پراخوالی لري.
د سوریې له پلازمېنې دمشق نږدې ۶۰ کیلومتره لرې سوېل لوېدیځ کې پراته دي.
دې سیمه کې نږدې ۳۰ سلنه یهود اوسي او د یوې اندازې له مخې دوه لکه خلک ور لېږدول شوي دي.
دې سیمه کې دوه لکه سوریایان هم اوسي، د سوریې او اسراییل ترمنځ پر سرحدي اهمیت سربېره دلته له یوې خوا د اردن او له بلې خوا د لبنان پوله هم ور سره لګېدلې ده..
جولان غرونه ولې جنجالي دي؟
اسراییل پر ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ د جګړې وروستیو کې پر دغه سیمه ولکه وکړه.
پر ۱۹۷۳ کال د دې سیمې د سوبې لپاره د سوریې هڅه ناکام شوه او پر ۱۹۸۱ کال اسراییل دا سیمه خپله وبلله.
خو په نړیواله کچه د اسراییل دا ګام ونه منل شو او هم له سختو نیوکو سره مخ شو.
د ملګرو ملتونو دریځ
له تېرو ۵۲ کلونو راهیسې په نړیواله کچه دا سیمه جنجالي ده او د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر دغه سیمه د اسراییل ولکه بې قانونه بولي.
سوریه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي سفیر ګییر پیډرسن تېره میاشت یوه بیان کې وویل:
"امنیت شورا په ښکاره ویلي چې جولان غرونه د سوریې سیمه ده او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک له مخې دا د سوریې د سرحدي خوندیتوب مسله ده".
د جولان غرونو اهمیت
جولان غرونه اسراییل او سوریې دواړو ته ځانګړی اهمیت لري او لویه وجه یې هم جغرافیايي او پوځي اهمیت دی.
د سوریې سوېل لوېدیځ کې د غرونو له دې لړۍ د سوریې پلازمېنه دمشق روښانه مالومېږي.
پر دې سیمه د اسراییل تر ولکې وروسته د دغه هېواد پوځ د سوریې پوځ او وسلوال څارلی شي.
له دې سیمې د اسراییل شمالي سیمې هم څارل کېدی شي او د ۱۹۴۸ کال تر ۱۹۶۷ منځ چې د غرونو دا لړۍ د سوریې واک کې وه، نو پوځ یې له دې ځای پر شمالي اسراییل د توغندیو بریدونه کول.
ځکه دا سیمه که د اسراییل په لاس کې وي، نو د سوریې له لوري له هر ډول پوځي برید یې ساتلی شي.
پر پوځي اهمیت سربېره دې سیمې ته د دې غرونو د باراني اوبو له زېرمې اوبه رسېږي د اسراییل د اوبو دریمه لویه وسیله ده.