د اسراییل پر پوځي اډه د حزب الله برید

د اسراییل پوځ وايي، د لبنان حزب الله ډلې د دې هېواد شمال ته سرحدي سیمه کې د ټانک ضد راکټ سره پر یوه پوځي اډه او یوه زغرګاډي برید کړی.

د حزب الله چارواکي وايي چې دوی د اسراییلو زغر ګاډی ویجاړ کړی دی، خو دواړه لوري وايي چې تراوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اسراییل پوځ له دې برید وروسته د خپلو سرحدي سیمو خلکو ته ویلي چې عادي ژوند بېرته پیل کړي. دوی د یکشنبې په ورځ (سېپټمبر-۱) اعلان وکړ چې د حزب الله د برید غچ یې اخېستی او د لبنان جنوب کې یې بمبار کړی دی.

د اسراییل لومړي وزیر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې هېواد ځواکونو د توپونو د سلو ګولیو په توغولو سره حزب الله ته غبرګون وښود.

نوموړي زیاته کړه: "ما خپل اردو ته امر وکړ چې هرې سناریو ته چمتو اوسي او په راتلونکي کې به پریکړه وکړو چې کومه لاره غوره کړو".

بنیامین نتانیاهو وايي، د حزب الله بریدونو څوک نه دي وژلي او نه یې څوک ټپیان کړي خو تر اوسه په لبنان کې د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه هم نه دي خپاره شوي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني د حزب الله دا عملیات ستایلي او سیمه کې یې "د بې ثباتوونکو د جبهې له زیاتېدونکي اور او ګواښونو سره د مقابلې لپاره د مقاومت د جبهې د اراده بللې" .

د اسراییل او د لبنان د حزب ډلې د تاوتریخوالي د کچې په ډېرېدو سره لبناني چارواکو له امریکا او فرانسې غوښتي چې د دې جنجال د حل لپاره منځګړتوب وکړي.

د لبنان لومړی وزیر سعد حریري د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون او د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره اړیکې نیولې دي.

په سرحدي سیمه کې مېشت سوله ساتي ځواکونو له دواړو هېوادونو د زغم غوښتنه کوي.

اوس د اسراییل او لبنان پر پوله تاوتریخوالي زور اخیستی دی.

اسراییل او حزب الله ډلې ویلي چې نه غواړي جګړه وکړي، خو په سیمه کې داسې اندېښنې شته که پر پوله تاوتریخوالی زیات شي ښايي په یوه لویه جګړه واوړي.

تېره اوونۍ د حزب الله مشر حسن نصرالله اسراییلو ته د هغو بریدونو د ځواب ور کولو ژمنه وکړه چې دې هېواد د سوریې پر خاوره او هم یې په بیروت کې د خپلې بې پېلوټه الوتکې په برید کې د حزب الله دوه سرتیري وژلي وو.

نوموړي زیاته کړه: "په پوله کې اسراییلي ځواک ته وایم" له پوره چمتوالي سره انتظار اوسئ. یوه ورځ، دوه ورځې او یا درې ورځې تم شئ"

د سپاه پاسداران قوماندان قاسم سلیماني هم په خپل ټویټرپاڼه په درې ژبو، فارسي، انګلیسي او عربي لیکلي: "دا لیوني عملیات به ضرور د صهیونیسټ رژیم وروستی ګام وي."

د اسراییل حکومت د بیروت د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخېستې چې ویل کېږي پکې د حزب الله توغندیز پروګرام په نښه شوی و.

په دا مهال اسراییلي چارواکو ویلي چې د سوریې پلازېمنې ته څېرمه یې یوه بنګله کې یې د حزب الله دوه غړي وژلي چې د ایران د سپاه پاسدراران له قدس ځواکونو سره یې کار کاوه او اسراییل کې یې پر ځینې اهدافو د چاودېدونکې بې پیلوټه الوتکې د برید پلان درلود.

اسراییل په وروستیو کې ایران تورن کړی چې د لبنان حزب الله ډلې د تجهیز لپاره خپلې هڅې چټکوي.

د اسراییل پوځ وايي، د سپاه پاسداران قدس ځواک هڅه کوي چې د لبنان خاورې ته د حساسې ټکنالوژۍ په رسولو سره دغه هېواد کې د حزب الله لپاره د ډېر زیات کره توب یا دقت لرونکي راکټونه او توغندي تولید کړي.

د لبنان حزب الله دا تورونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې اسراییل په لبنان کې د پوځي برید لپاره پلمه غواړي.