تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسراییل: لرغونپوهانو د ۱۲۰۰ کاله پخواني جومات اثار موندلي
اسراییلو کې لرغونپوهانو یو جومات موندلی، چې باور کېږي، نژدې ۱۲۰۰ کاله مخکې ودان شوی.
د دغه جومات اثار د راهت په بیدوین سیمه کې موندل شوي چې د کارپوهانو په خبره د ۷ او اتمې میلادي پېړیو تر منځ ودان شوی دی.
د اسراییلو لرغونو اثارو اداراې (ای اي اي) چارواکو په خبره د دغه جومات اثار په نوموړې سیمه کې د ودانیزو چارو په لړ کې رابرسېره شول.
مسوولین وايي، دا په دغه سیمه کې د هغې زمانې د پاتې جوماتونو لومړنی هغه دی چې د ځینې نورو اثار یې په مکه مکرمه او بیت المقدس کې هم پاتې دي.
د تاریخي اثارو کېندنې ماهرین سلیګمان او شهار زور په وینا:
(دا په نړۍ کې له کمساري موندنو یوه ده.)
څېړونکي وايي، دوی باوري دي چې دغه جماعت کې لمونځ کوونکي به ځايي بزګران وو.
کارپوهان وايي، دغه جومات مستطیل ډوله ودان شوی، چت یا بام یې نه درلود او د مکې مکرمې پر لور یې یو محراب درلود. ښاغلی سلیګمان وايي:
''دا ټول هغه علامات دي چې د جومات ودانولو لاملونه ښيي. ''
د اسلامي تاریخ یوه ماهر ګایدون افاني په خبره داسې معلومېږي چې د عربانو لخوا د هغې سیمې له فتح کولو وروسته چې اوس اسراییل دی او هغه مهال د بازنطین په نامه یادیده، دغه جومات ودان شوی دی.
نوموړی وايي:
''د جومات او شاوخوا کلي موندنه د هېواد تاریخ څېړنې په لړ کې خورا مهمه موندنه ده. ''
د ټولو تصویرونو حقونه له ګیتي امیجز او اسراییل لرغونو اثارو له ادارې سره خوندي دي.