تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزه کې د حماس او اسرائیلي پوځ نښتو زور اخیستی؛ ملګرو متلونو د 'بشپړې جګړې' خبرداری ورکړ
په غزه تړانګه کې د حماس ډلې وسلوالو او اسرائیلي پوځ ترمنځ نښتو زور اخیستی او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بشپړې جګړې د پیلېدو خطر شته.
په تېرو ۳۸ ساعتونو کې حماس ډلې پر اسرائیلو تر زرو ډېر توغندي ور توغولي، چې ډېری یې د تل ابیب ښار پر لور توغول شوي.
په ځواب کې اسرائیلو هم پر غزې سلګونه هوایي بریدونه کړي او هلته یې د سې شنبې او چارشنبې پر ورځ دوه ودانۍ هم په نښه کړې دي.
له دوشنبې راهیسې په دې نښتو کې تر دې دمه ۴۳ فلسطینیان او همدا راز ۶ اسرائیلي وګړي وژل شوي دي. په دې ډله کې ۱۳ فلسطیني ماشومان هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، پر روان تاوتریخوالي سخت اندېښمن دی. نوموړي غوښتنه کړې چې د وضعیت ارامولو لپاره دې هڅې ګړندۍ شي.
د منځني ختیځ چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تور ونزلنډ خبرداری ور کوي چې روان تاوتریخوالی په یوه جنګ بدلېدلی شي. نوموړی د اوسني تاوتریخوالي سملاسي درېدل غواړي.
په ورته وخت کې د جرمونو نړیوالې محکمې مشرې څارنوالې فټو بنسوډا ویلي، غزه کې وضعیت څاري او داسې احتمالي شته چې روانو نښتو کې دې د بشر ضد جرمونه ترسره شوي وي.
لود او تل ابیب کې تاوتریخوالی
د دواړو خواو ترمنځ تاوتریخوالي زیاتېدو پسې اسراییل یوه مرکزي ښار لود کې بېړنی حالت اعلان کړ. لود ښار د اسراییلي عربو د بلوا یو ډګر دی او ښاروال یې وايي، حالت د کورنۍ جګړې په څېر دی.
عرب معترضانو دغه ښار کې ګاډو ته اور اچولی او نښتو کې ۱۲ کسان ټپي شوي دي.
تل ابیب ته نږدې دغه ښار کې د اسراییلي عربو اعتراض د پولیسو په لور د ډبرو وارولو سره پیل شو او ځواب کې پولیسو هم بادي نارنجک وکارول.
اسراییلۍ رسنۍ د کنیسو (یهودي عبادتځیو) او کارو کسب ځایونو ته د اور اوچول کېدو خبرونه هم ور کوي. بن یمین نتنیاهو بېګا دغه ښار کې بېړنی حالت اعلان کړ.
تر دې مخکې حماس ډلې بې مخینې ګام سره د اسراییل یوې مرکزي سیمې تل ابیب ښار ته۱۳۰ توغندي وتوغول.
د فلسطیني وسلوالو دا ګام غزه کې د ۱۳ پوړه ودانۍ تر بمبار وروسته ده چې ویل کېږي د حماس سیاسي مشرتابه پکې فعال دی.
حماس د وروستي تاوتریخوالي په اړه څه وايي؟
خبري اژانسونه وايي، د حماس او اسلامي جهاد توغندیز برید سره تل ابیب کې د خطر زنګ وکړنګول شو او ښاریان هم خوندي ځایونو ته شول.
حماس وايي، پنځو دقیقو کې یې ۱۳۷ توغندي د اسراییل سوېل ته اشکلون ښار او اشدود بندر ته توغولي او خبرداری ور کوي، چې د جګړې دوام سره یې "ډېرې هیښتیاوې" تیارې کړې دي.
د اسراییل د پولیسو ویاند میکي روزنلفډ فرانس خبري اژانس ته ویلي، د تل ابیب څنډه کې په حولو ښا رکې هم یو توغندی پر ګاډي غورځېدلی او له امله یې درې کسان ټپي شوي دي.
تاوتریخوالی ولې پیل شو؟
د اسراییلي پوځ او فلسطیني وسلوالو دا ټکر تېرو دوو کلونو کې تر ټولو خونړی دی، چې اقصا جومات کې پر فلسطیني مظاهره چیانو د اسراییلي پولیسو په برید سره پیل شوی دی.
لاریونوال د بیت المقدس ختیځ ته په شیخ جراح سیمه کې له خپلو کورونو د فلسطیني وګړو د اېستلو بندېدل غواړي.
د اسراییل لومړي وزیر وارمخکې ویلي چې حماس د بیت المقدس پر لور توغندیز برید سره له "سرو کرښو" واوښت.
هغه خبرداری ورکړ چې د اسراییل هوايي بردیونه به ډېر شي او حماس به له داسې "لارې ووهي چې هیڅ یې خیال کې هم نه راځي. "
حماس وايي، "د دوښمن له خوا پر استوګنیزو ودانیو د برید" غبرګون کې یې پر تل ابیب او ورڅېرمه سیمو توغندیز برید کړی دی.
ټاکلې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې په ورځ پټه غونډه کې دا کړکېچ وارزوي.
رویټرز خبري اژانس وايي، امریکا په دې برخه کې د شورا له نورو غړو سره سلا مشورو کې د بیانیې صادرېدو مخالفت کړی دی.