'هند کې لسګونه افغانان له کورونا وېروس مړه شوي'

هند کې د کورونا وېروس نوې څپه

د عکس سرچینه، Getty Images

هند کې د افغانستان سفارت بي بي سي ته منلې ده چې دغه هېواد کې د کورونا وېروس د نوې څپې له پیله نږدې دېرش افغانان هم مړه شوي دي.

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی نن ( دوشنبه اپریل ۲۶مه) بي بي سي ته وویل پر کورونا وېروس د اخته افغانانو شمېر نه لري خو د لګول شویو بندیزونو له امله مړي هم افغانستان ته نه شي وړل کيدای. هغه له خلکو وغوښتل چې هند ته دې له تګه ډډه وکړي.

افغان سفیر وايي په سفارت او کونسلګریو کې یې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۴ ساعته ټیلیفون لاین فعال کړی او له کابله یې غوښتنه کړې چې هند ته په الوتنو کې کموالی راولي.

نن دوشنبه د افغانستان د روغتیا چارسمبالي وزیر وحید مجروح هم وویل د کورونا وېروس د نوي څپې مخنیوي لپاره د تدابیرو لړ کې له هندوستان سره د الوتنو ځنډولو او له پاکستان او ایران سره پر تګ راتګ پر محدودلو غور کوي.

د افغانستاند بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې خلکو ته سپارښتنه کړې چې هند ته له سفر کولو ډډه وکړي.

روغتونونو کې نور ځای نشته

روغتونونو کې ځای نشته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اکسیجن د کموالي له امله له خلکو غوښتل شوي چې نور ناروغان نه شي منلی

د هند په پلازمېنه ډیلي او ګڼو نورو ښارونو کې په روغتونونو کې د ځای نشتوالي له امله خلک اړ شوي چې ناروغان خپلو کورونو کې وساتي او د درملنې لپاره یې نورې لارې چارې ولټوي.

د بدیلو لارو د موندلو په موخه خلک د درملو او نورو توکو تر لاسه کولو لپاره تور بازار ته مخه کړې. په ورته وخت کې د لومړنیو درملو او اکسیجن بیې له حده ډېرې لوړې شوې او اوس په بازارونو کې داسې درمل هم موندل کیږي چې په اړه یې ډېر شکونه شته.

د دې ترڅنګ نن په پنځمه پرله پسې ورځ بیا هم هند کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر د ریکارډ تر کچ رسیدلی دی. چارواکو ویلي له پرون راهیسې د کورونا ۳۵۲ زره او ۹۹۱ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او نږدې درې زره تنه مړه شوي دي.

د اکسیجن کمی بله لویه ستونزه

هند کې د کورونا وېروس نوې څپه

د عکس سرچینه، SUMIT KUMAR

هند کې په روغتونو کې د خالي بسترونو کموالي ترڅنګ د اکسیجن کموالی بله لویه ستونزه ده چې هم ناروغان او چارواکي ورسره مخامخ دي.

سپینه ماڼۍ وايي، هند کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې له دغه هېواد سره د کووېډ-۱۹ واکسین د تولید لپاره د اړینو موادو، طبي تجهیزیات او خوندیتوب وسایلو سملاسي مرسته وکړه.

د سپینې ماڼۍ ویانده امیلي هورن وايي: متحده ایالتونه هند ته د سرچینو او تجهیزیاتو د سملاسي لېږلو هڅه کوي.

تر دې مخکې بریتانیا، فرانسې او جرمني هم هند ته د مرستې لېږلو خبره وکړه.

مېرمن هورن وايي، د امریکا مرستې له هند سره مرسته کوي چې د کورونا سره د مقابلې واکسین تولید ډېر کړي.

امریکا پر درملو سربېره، د معاینې کېټونه او د مصنوعي تنفس وسیلې هم هند ته لېږي.

د امریکا ولسمشر له هند سره دې برخه کې پر مرسته ټینګار کړی دی.

هند

د عکس سرچینه، Reuters

د هند حکومت هم هغو سیمو ته چې ډېرې ځپل شوي د روغتیايی توکو رسولو لپاره د ځانګړو ریل ګاډو او هوايي ځواک په کارولو سره هڅې ګړندۍ کړي دي.

په پلازمینه ډیلي کې د یوې بلې اونۍ لپاره بندیز غځول شوی او د اکسیجن د کموالي له امله وضعیت ډېر نازک دی.

اوړمه ورځ د پلازمینې په جیپور ګولډن روغتون کې شل ناروغان د اکسیجن د کموالي له امله مړه شول. د هند په نورو سیمو کې هم ناروغان د اکسیجن د کموالي له امله مړه کیږي. خو له دې امله د مړو شویو ناروغانو دقیق شمېر نه دی معلوم. د امبولانسونو کموالی هم یوه لویه ستونزه ده او خلک نه شي کولی ناروغان تر روغتونه ورسوي.

وضعیت ناڅاپي بدل شو

هند کې د کورونا وېروس نوې څپه

د عکس سرچینه، Getty Images

د روان میلادي کال په پیل کې هند حکومت فکر کاوه چې کورونا وېروس یې کنټرول کړی د همدې کال په فبرورۍ میاشت کې د ناروغانو ورځنی شمېر له ۱۱ زرو هم کم وو او واکسین هم پیل شو. په مارچ میاشت کې د روغتیا وزیر وویل دا "د کورونا وېروس د لوبې پای دی".

خو وروسته په ناڅاپي توګه کورونا وېروس په بې ساري توګه خپور شو او د وېروس یوه نوې بڼه رامنځته شوه. د وېروس د خپرېدو یو لامل هغه فېسټیوالونه ښودل شوي چې ملیونونه کسانو په کې برخه اخستې وه.

روغتیايي کارپوهان وايي حکومت د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي هڅې کمې کړې وې او د بندیزونو په لرې کولو سره یې د لویو غونډو او په یوه ځای د ګڼ شمېر کسانو د راټولیدو اجازه ورکړې وه چې له امله یې د کوویډ۱۹ ناروغۍ نوې څپه پیل شوه.

هند څومره واکسین لري؟

هند کې د کورونا وېروس نوې څپه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند حکومت ویلي تر یوې اونۍ به ټولو هغو کسانو ته واکسین چمتو کړي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو لوړ دي

د هند په لر او بر کې د کورونا وېروس واکسین کمپاین پیل شوی خو د وګړو شمېر پر تله لږ شمېر کسانو واکسین کړی. د هند لومړي وزیر نریندر مودي هم له خلکو غوښتي چې واکسین وکړي او له زغمه کار واخلي.

د هند حکومت د اعلان له مخې ټاکل شوې چې تر یوې اونۍ ټولو هغو کسانو ته واکسین چمتو کړل شي چې عمرونه له ۱۸ کلونو لوړ وي. خو کارپوهان وايي هند چې په خپله هم نړۍ کې د واکسین له لویو تولیدوونکو دی ۶۰۰ ملیونه ډوزه واکسین نه لري.