د پور لپاره نور پور؛ د پاکستان بهرني پورونه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې حکومت یې خپله تېره دونیم کلنه دوره کې ۲۰ میلیارد ډالره بهرنی پور پرې کړی، چې دا د پورونو برخه کې د پاکستان بې ساری پرمختګ دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند حکومت ۲۰ میلیارد ډالره پور پرې کړی، خو د واکمنۍ موده کې یې پر پاکستان بهرني پورونه هم د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسولي دي.

اقتصادپوهان وايي د عمران خان حکومت د بهرني پور پرې کولو لپاره نور پورونه اخیستي او په دې توګه یې پر پاکستان بهرني اقتصادي فشارونه لا ډېر کړې دي.

پاکستان ټول څومره پوروړی دی؟

د پاکستان د مرکزي بانک لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۰ کال د ډیسمبر تر ۳۱مې پورې پر دغه هېواد د ټولو بهرنیو پورونو کچه ۱۱۵ اعشاریه ۷۵۶ میلیارد ډالرو رسېږي.

د ویډیو تشریح، وروسته له هغه چې پاکستان کې د عمران خان حکومت د پيسو له نړیوال صندوق نه د ۱۲ میلیارده ډالرو پور غوښتنه وکړه، د پاکستاني روپیو ارزښت په کمساري ډول رالوېدلی دی.

(د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر تر ۳۱مې) دغه پور ۱۱۰ اعشاریه ۷۱۹ میلیارد ډالره و او دا ښکاروي چې د عمران خان حکومت یوازې په یوه کال کې شاوخوا ۵ میلیارد ډالره نور پور هم اخیستی دی.

د پاکستان مالي څانګه کې د پورونو د دفتر مشر عبدالرحمن وړاېچ بي بي سي ته ویلي چې د دولتي بانک لخوا خپرو شویو شمېرو کې د پاکستان ټول بهرني پورونه شامل دي.

نوموړی زیاتوي چې دغو پورونو کې د پاکستان د حکومت لخوا پر اخیستل شوي پور سربېره د کمپنیو پورونه هم راځي.

ښاغلی وړاېچ زیاتوي چې حکومت په کور دننه په ځانګړې توګه له داخلي بانکونو او له بهر پورونه اخلي او د حکومت د بهرني پور کچه اتیا میلیارد ډالره ده.

نوموړي وايي د پاکستان د ناخالصو کورنيو تولیداتو (جي ډي پي) او بهرني پور ترمنځ تناسب شاوخوا ۳۰ سلنه دی.

د پاکستان اوسنۍ او پخوانیو ادارو څومره پور پرې کړی؟

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان لومړی وزیر ادعا کوي چې حکومت یې تېرو دوه نیمو کلونو کې ۲۰ میلیادر ډالره بهرنی پور پرې کړی دی.

د ډارسن سیکورټیز په نوم پاکستان کې د توکپلورنې د تر ټولو سترې کمپنۍ سرمحقق یوسف سعید وايي د پاکستان مسلم لیک نواز ګوند د واک لومړیو دونیمو کلونو کې نږدې ۱۰ میلیارد ډالره او د پیپلز ګوند په دې موده کې نږدې شپږ نیم میلیارد ډالره بهرنی پور پرې کړی و.

ایا له بهره پور اخیستل اړین وي؟

عبدالرحمن وړاېچ وايي دا د حکومتونو پالیسي پاتې شوې چې د بودیجې د کسر د پوره کولو لپاره په کور دننه او بهر پور واخلي.

هغه زیاتوي چې د پاکستان حکومتونو له مختلفو لارو دغه کار کړی دی.

ښاغلی وړاېچ وايي د پاکستان په څېر مخ په ودې هېوادونو لپاره د پورونو اخیستلو ته اړ کېږي او دا غېر معمول کار نه دی.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

خو نوموړی په ټینګار سره وايي په پور اخیستل شوې پیسې باید په غور ولګول شي.

د بهرني پور اړتیا څنګه ختمېدای شي؟

عبدالرحمن وړاېچ په دې اړه چې پاکستان څنګه له بهرني پور څخه ژغورل کېدای شي، وايي: ددغه کار لپاره تر هر څه لومړی باید عایدات ډېر شي.

د عایداتو د ډېرولو لپاره هم د ټکسونو لوړولو ته اړتیا وي.