سعودي له پاکستان ولې ژر بېرته پور غواړي؟

سعودي

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ساره عتیق
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

د کورونا وبا پیلېدو سره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نه یوازې د خپل بلکې د نړي ټولو مخ پروده هېوادونو لپاره د پورونو بښلو یا ورته د وخت اوږدولو غوښتنه کوي.

د لوېدیځو هېوادونو یوې ډلې پاریس کلب کې پاکستان ته د یو اعشاریه اوه میلیارد ډالرو پور ورکولو وخت اوږد کړ.

خو د پاکستان یوه نژدې ملګري، چې "ورور هېواد" یې بولي یانې سعودي پر پاکستان غږ کړی چې درې میلیارد ډالر پور یې ژر تر ژره ورکړي. پاکستان د چین په مرسته په دوو قسطونو کې دوه میلیارد ډالر پور پرې کړی او تمه ده پاتې یو میلیارد هم ژر ور کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې د سعودي دا غوښتنه له پاکستان د خپګان مانا ده که نه؟

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف وايي، د ریاض- اسلام اباد اړیکو کې بدلون راغلی، خو د بدلون دا وجه یو هېواد نه بلکې د نړۍ بدل شوی حالت دی.

د امریکا د ډالر ارزښت کمېږي، چین پر وده دی، نړۍ کې د ځواک نوی مرکز جوړېږي، ډېرو مسلمانو هېوادونو له اسراییل سره اړیکي جوړوي، د امریکا نوي حکومت سره هم د څه بدلون تمه شته، له ایران سره ټکر زیاتېږي، نو داسې حالت کې د پاکستان اړیکي هم په یو حال پاتېدلی نه شي.

پاکستان
د عکس تشریح، معید یوسف وايي، راتلونکو میاشتو کې به د اسلام اباد-ریاض اړیکو کې کړکېچ نور هم ښکاره شي.

معید یوسف زیاتوي، داسې نه شي کېدلی چې د پاکستان او سعودي اړیکي چې له تېرو اویا کلونو څنګه دي همغسې پاتې شي: "دې کې بدلون راځي او راتلونکو څو میاشتو کې د پاکستان او سعودي اړیکو انډول خراب ښکاره شي".

د سعودي له خوا ژر د پور اخیستلو اړوند معید یوسف وايي، سعودي خپلواک هېواد دی او چې څه پرېکړه کوي او له پاکستان پیسې غواړي نو پاکستان به یې په ټاکلې نېټه پرې کړي.

د پاکستان- سعودي اړیکو کې کړکېچ له تېرو دوو کلونو پوره روښان شو. پر ۲۰۱۸ کال چې عمران خان لومړی وزیر شو، نو د پاکستان اقتصادي حالت او پور پرې کولو اړوند ستونزو یې د ځان ايستلو لپاره سعودي اسلام اباد ته درې میلیارد ډالر پور ور کړ او هم یې په همدومره ارزښت په پور د تېلو ورکولو ژمنه وکړه.

پر ۲۰۱۹ کال چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان ته لاړ نو د دواړو مشرانو د ګرمو اړیکو تظاهر وشو او محمد بن سلمان ځان پخپله د پاکستان سفیر وباله.

له ترکیې او ایران سره د پاکستان اړیکي هم د ریاض-اسلام اباد د اړیکو خرابېدو یو لامل بلل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ترکیې او ایران سره د پاکستان اړیکي هم د ریاض-اسلام اباد د اړیکو خرابېدو یو لامل بلل کېږي

خو کله چې هند د کشمیر خصوصي قانوني حیثیت ختم کړ او پاکستان د سعودي اړین ملاتړ ترلاسه نه کړ، نو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوه تلوېزوني چینل کې شکایت ترې وکړ.

شاه محمود قریشي د کشمیر پر مسله د سعودي له خوا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د غونډې نه بللو له امله سخته نیوکه وکړه، سعودي وروسته د پور ژر اخیستلو غوښتنه وکړه.

خو شنونکي د دې غوښتنې یوه وجه هم له ایران او ترکیې سره د پاکستان زیاتېدونکي اړیکي ښيي.

د ملي امنیت سلاکار معید یوسف هم وايي، چې د پاکستان او سعودي اړیکو کې به پر څه مسلو اختلاف وي او زیاتوي، چې په ځینې مسلو کې به اسلام اباد له ایران سره همغږی وي او په ځینو کې نه.

د ویډیو تشریح، وروسته له هغه چې پاکستان کې د عمران خان حکومت د پيسو له نړیوال صندوق نه د ۱۲ میلیارده ډالرو پور غوښتنه وکړه، د پاکستاني روپیو ارزښت په کمساري ډول رالوېدلی دی.