د پاکستان او سعودي اړیکو کې خړپړوالی راغلی؟
د پاکستان او سعودي عرب تر منځ اړیکو کې له هغه وروسته ظاهراً یو څه خړپړوالی راڅرګند شوی دی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په غیر مستقیم ډول پر سعودي نیوکه وکړه چې ولې د کشمیر پر مساله د اسلامي هېوادونو غونډه نه رابولي. خو ایا دا یوازینی دلیل و او که دواړه هېوادونه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ په ملګرتیا کې بدلون راولي؟