پاکستان کې د خوراکتوکو بیې ولې لوړې شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د ګرانۍ کچې مالومولو حکومتي اداره وايي، سپټمبر کې ۹،۰۴ سلنه ګراني زیاته شوې، خو اګسټ کې یې دا سلنه ۸،۰۲ ښودلې وه.
د پاکستان مرکزي بانک هم د سپټمبر وروستیو کې وویل، د خوراکتوکو رسد کې د خنډ له امله به ګراني ډېره شي.
پاکستان کې پر ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې ګراني ۶،۸ سلنه ریکارډ شوې، خو پر ۲۰۱۹ او ۲۰ دا سلنه ۱۰،۷ ته رسېدلې ده.
د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې د حکومت پخوانی خزانې وزیر اسحاق ډار په خپل وخت کې دا ګراني څلور سلنه ښيي.
پاکستان کې دا مهال خپل کورني او بهرني خوراکتوکي دواړه ګران شوي، په داسې ډول چې د تېر کال سپټمبر پرتله سږني سپټمبر کې د اوړو بیه له ۵۰ تر ۶۰ سلنې لوړه شوې، درې ډوله دال هم له ۲۵ تر ۴۰ سلنه ګران شوي، شکره یا بوره له ۲۰ تر ۳۰ سلنې قېمته شوې، غوړي لس سلنه، وچې شیدې پنځه، شیدې لس، غوښه لس او وریځې هم لس سلنه پورته شوې دي.
ولې ګراني زیاتېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
اقتصادپوهان په رسد یا لېږد کې ځنډ، زېرمه کول، قاچاق او د حکومت کې اداري فساد د خوراکتوکو د ګراني وجه بولي.
د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر حفیظ پاشا وايي، رسد کې دومره ځنډ راځي چې ان د سبو یا سبزۍ بیه ګرانېږي.
نوموړی مثال کې ټماټر یا رومیان یادوي چې رسد کې د ډېر ځنډ له امله یې بیه خورا لوړه شوه:
"شکره یا بوره او اړوه هم د زېرمه کولو او قاچاق له امله ګرانېږي، زېرمه کوونکي چې ګوري بیې ګرانې شوې نو دا توکي زېرمه کړي. "
دی وايي، څلور پنځه کاله وروسته هګۍ او شیدې ګرانېږي او لویه وجه یې هم د حکومت بې پامي ده.
نوموړی د بیو د لوړوالي بل لامل هم کرنې ته پرلپسې بې پامي بولي او وايي، دې سره د غنمو حاصل کم شوی او که لا نور کمېږي نو ور سره به یې زېرمه کول یا احتکارول هم زیاتېږي.
اقتصادپوه محمد سهیل د خوراکتوکو د بیې لوړېدو لویه وجه د حکومتي ادارې کمزوري بولي او وايي، د توکو د رسولو او غوښتنې یا تقاضا سم اټکل نه شي کولی او کله د واردولو پرېکړه کې د ځنډ له امله د بیې کملو کې پاتې راځي.
ګراني څنګه کنټرول شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد سهیل د ګرانۍ کنټرولولو لپاره درې لارې په نښه کوي.
یو دا چې حکومتې ادارې سمې پرېکړې وکړې او ور سره د قاچاق او زېرمه کولو مخه ونیول شي.
دویم دا چې کوم شي غوښتنه ډېره وي، حکومت په خپل وخت پرېکړه وکړي او دا توکی سملاسي وارد کړي.
دریم مرکزي بانک د پیسو پالیسي د حالاتو سره سم جوړه کړي، چې له یوې خوا کاري بوختیاوې ډېرې شي او له بلې خوا ګراني کنټرول شي.
ډاکټر حفیظ پاشا د کرنې برخې ته ځانګړې پاملرنه مهمه بولي او وايي، چې دې برخه کې پرمختګ ونه شي، نو د توکو بیې به کمې نه شي.
حکومت څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان خپل ټوېټر کې لیکي، د خوراکتوکو د بیې کمولو لپاره ټولې دولتي هڅې کوي:
"موږ مخکې هم د ګراني وجې ارزولې، چې ایا رسد کې ستونزه ده یا مافیا توکي زېرمه کوي او که قاچاق یا نور یې سبب دي. "
د پټلۍ وزیر شیخ رشید ګراني د حکومت لوی دوښمن بللی او ویلي یې دي که مخه یې ونه نیول شي، ولس به حکومت ته سخت غوسه شي.










