پاکستان ته به د پور شرطونه اسان شي؟

پور

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان اپوزیسیون مشرانو شهباز شریف او بلاول بوټو زرداري له لومړي وزیر عمران خان غوښتي چې د کورونا وېروس له امله د هېواد پر اقتصاد ممکنه بد او اوږد اغېز ته په پام له نړیوالې مالي ادارې یا پیسو نړیوال صندوق سره د ور کړي پور د شرطونو پر اسانولو خبرې وکړي.

شنونکي وايي، د پور د شرطونو نرمول نه دا چې ممکن نه دي، بلکې پاکستان اړ دی چې دا غوښتنه وکړي، ځکه اقتصاد به د کورونا له امله وځپل شي او وېره ده چې له هغه وروسته به پاکستان ته د ای اېم اېف پر شرطونو درېدل ناشوني وي.

ای اېم اېف تېر کال پاکستان ته شپږ میلیارد ډالر پور له درې تر څلور سلنه سود سره منظور کړ او پاکستان به یې دریو کلونو کې ور کوي، د دې بشپړ پور له ترلاسولو ۲۲ میاشتې وروسته به یې پرې کول هم پیل کېږي.

د پور اړوند نور شرطونو کې د پاکستان سټېټ بنک یا مرکزي بنک د سود لویه کچه ساتل او د برېښنا او ګاز بیې لوړول دي.

له ای اېم اېف ولې غوښتنه کېږي؟

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ای اېم اېف د پور له امله پاکستان کې مالیې لوړې او د توکو بیې جګې شوې دي.

د کورونا د نه خپرېدو لپاره دا مهال پاکستان کې کاروبار په ټپه ولاړ دی، ځکه اقتصادي موخو ته رسېدل هم ګرانېږي، په دې سبب سیاستوال او اقتصادپوهان غوښتنه کوي چې له ای اېم اېف سره پر شرطونو بیا خبرې وشي.

د نړۍ ډېری هېوادونو کې د کورونا د خپرېدو او زرګونه انسانانو مړه کېدو او نورې وېرې له امله د پیسو نړیوال صندوق هم د دې وبا له اغېزمنو هېوادونو سره مالي مرسته اعلان کړې ده.

پاکستان هم له دې ادارې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې او د دې ادارې مشرې کرسټینا لي جورجیوا د مرستې ډاډ ور کړی دی.

خو اقتصادپوهان د پور پر شرطونو د خبرو غوښتنه کوي چې له امله یې پاکستان له سخت مالي څار سره مخ شوی او دغه هېواد کې د ګېس، تېل او برېښنا او نورو توکو بیې زیاتې شوې او ور سره ګراني ډېره شوې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر اقتصادي سلاکارۍ جرګې پخوانی غړی او اقتصادپوه ثاقب شېراني وايي، د پور په هکله له ای اېم اېف سره اوس پر شرطونو خبرې کېدلی شي.

د هغه په خبره، عادي حالت کې دا خبرې ممکنې نه وي، خو اوس کورونا پاکستان کې حالات بېړني کړي او پر اقتصاد بد اغېز کوي:

"په داسې حالاتو کې له ای اېم اېف غوښتنه کېدلی شي چې تر یو کال شرایط وځنډوي".

د هغه په خبره، د دې شرطونو اسانولو سره به پلانونه نه ځنډېږي، بلکې شرایط به یې ځنډېږي چې له مخې یې دا پور پاکستان ته ور کړل شوی، لکه د مالیې د اخیستلو موخې، د برېښنا او ګېس بیې لوړول او نور.

بل اقتصادپوه او د مالیې وزارت پخوانی سلاکار ډاکټر اشفاق حسن خان هم له ای اېم اېف سره د شرطونو په اسانولو د خبرو ملاتړی دی او وايي، دا شرطونه اسماني صحیفه نه ده چې بیا خبرې پرې نه شي کېدلی:

"د کورونا وېروس له امله پاکستان له بېړني حالت سره مخ دی او په داسې حالت کې د تړون شرطونه پوره کول ډېر ګران دي".

د هغه په خبره، د تړون د ورځې او نن ورځې د حالاتو ترمنځ د اسمان ځمکې فرق دی، ځکه پاکستان ته پکار دي چې د نویو شرطونو لپاره خبرې وکړي.

کوم شرطونه اسان شي؟

پور

د عکس سرچینه، Getty Images

ډاکټر اشفاق حسن وايي، د ای اېم اېف د شرطونو له مخې پاکستان ته راتلونکي مالي کال کې د روان کال له مالیې زر میلیارده اضافي محصول جمع کول پکار دي، خو اوسني مالي کال کې به پاکستان ته ګرانه وي چې ۴۴۰۰ اربه محصولات برابر کړي، نو راتلونکي مالي کال کې د ای اېم اېف د شرطونو له مخې ۶۳۰۰ اربه محصولات ناشونی هدف دی.

دی وړاندیزوي چې دا هدف ۵۰۰۰ اربه شي او دې برخه کې د پیسو نړیوال صندوق سره نوي شرطونه کېښودل شي.

ډاکټر اشفاق دا هم وايي، چې نړۍ کې د تېلو بیې ریکارډ کمې شوې، پاکستان کې د برېښنا پیدا کولو لویه وسیله فرانس تېل دي او د دې تېلو د بیې کمېدلو ګټه مشتریانو ته رسېږي، خو د ای اېم اېف په شرطونو کې د برېښنا بیې زیاتول شامل دي.

د پایښتي پرمختګ پالیسۍ د ادارې مشر عابد قیوم سلهري وايي، په داسې شرایطو کې به دا ګرانه وي چې د محصولاتو هدف او د برېښنا او ګېس د بیو لوړولو شرایط پوره شي، ځکه له ای اېم اېف سره خبرې پکار دي چې شرطونه بدل کړي.