عمران خان: له سعودي سره زموږ د اړیکو خرابېدل درواغ دي

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له سعودي سره د دغه هېواد د اړیکو خرابېدو خبرونه ناسم دي. ښاغلی خان د پاکستان یو خصوصي تلوېزون سره مرکه کې زیاتوي، اسلام اباد له ریاض سره کوم اختلاف نه لري او د ورورولۍ ښه اړیکي ورسره لري:
"سعودي د پاکستان یو مهم ملګری دی او تل یې په سخت وخت کې د پاکستان لاس نیولی دی. دا ځل یې هم خورا بد حالت کې زموږ مرسته وکړه. له ریاض سره د اسلام اباد د اړیکو خرابېدلو ګنګوسې بلکل ناسمې دي. له سعودي سره خورا ښه اړیکي لرو، موږ له ریاض سره پرلپسې تماس لرو. "
د نوموړي په خبره، ټول هېوادونه د خپلۍ بهرنۍ پالیسۍ له مخې پرېکړې کوي او سعودي هم خپله پالیسي لري:
"د کشمیر کشالې په هکله چې ویل کېږي چې د اسلامي هېوادونو همکارۍ کانفرنس پرې شوی وی، نو دا خو د هغو هېوادونو خپله خپله بهرنۍ پالیسي ده، هغوی خپلې پرېکړې کوي او پاکستان خپل دریځ لري. "
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابېدو خبر هغه مهال خپور شو، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اګسټ پر پنځمه د کشمیر مسلې اړوند یوه تلوېزوني مرکه کې پر ریاض سختې نیوکې وکړې.
د نوموړي له دې خبرو وروسته مختلفو رسنیو د ریاض او اسلام اباد ترمنځ د جنجال پیدا کېدو خبر خپور کړ.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ عامه اړیکو ادارې وویل، د دغه هېواد لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سعودي ته رسمي تللی او هلته د لوی درستیز فیاض بن حمد الرویلي او د ګډو ځواکونو قومندان ډګر جنرال فاهد بن ترکي السعود سره پر پوځي اړیکو او روزنه خبرې کوي.
رسنۍ وايي د اسلام اباد او ریاض ترمنځ د اړیکو خرابېدو له امله جنرال قمر جاوېد باجوه ریاض ته تللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د جنجال کمولو هڅه کوي.
خو د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار وايي: "دا سفر مخکې پلان شوی و او اصلي موخه یې پوځي مسلې دي."
حقیقت څه دی؟

د عکس سرچینه، @KBSALSAUD
شاه محمود قریشي له ځايي تلوېزون اي ار وای نیوز سره مرکه کې پر سعودي نیوکه وکړه چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د انساني حقونو پر خلاف ورزیو د بحث لپاره یې د اسلامي همکاریو کانفرنس د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه نه کړه:
"که دا غونډه شونې نه وي، موږ به د دې کانفرنس له چوکاټ بهر غونډه وکړو، پاکستان نور د کشمیریانو درد او رنځ ته چوپ پاتېدلی نه شي."
رسنۍ وايي، که څه هم سعودي د ښاغلي قریشي دې څرګندونو ته ښکاره ځواب ور نه کړ، خو پر پاکستان د مالي مرستو د درولو غور کوي.
د دي ټریبیون ورځپاڼې د روانۍ میاشتې لومړیو کې ولیکل، سعودي د پاکستان پر دې رپوټ لا کومه پرېکړه نه ده کړې، چې له مخې یې پر ۲۰۱۸ کال د پور او اسانتیاوو د اوږدولو غوښتنه شوې ده.
له دې مخکې پر ۲۰۱۵ کال هم د ریاض او اسلام اباد اړیکو کې هغه مهال جنجال پیدا شو چې پاکستان د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې چوکاټ کې یمن ته د پوځ له لېږلو ډډه وکړه، خو د عمران خان په لومړي وزیر کېدو سره د دواړو هېوادونو اړیکي ښه شول.










