اسامه ته د شهید خطاب عمران خان په جنجال اخته کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پنجشنبې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وینا کې د القاعده د پخواني مشر او بنسټګر اسامه بن لادن لپاره د شهید کله وکاروله، او له همدې سره پاکستان کې پر دې موضوع بحثونه پیل شول.
عمران خان څو داسې مسلې یادې کړې چې د ده په خبره، پاکستان یې په نړیواله کچه وشرماوه. نوموړي وویل:
"هغو کې هم یوه پېښه چې پاکستان یې وشرماوه، دوی ایبټ اباد ته راغلل، اسامه یې وواژه، شهید یې کړ. وروسته ټوله نړۍ کې سپک شوو، موږ یې بد وبللو، یانې زموږ اتحادي زموږ هېواد ته راغی عملیات یې وکړل، خو موږ ته یې ونه ویل، تر هغه وخت دې جګړه کې زموږ ۷۰ زره پاکستانیان وژل شوي وو".
د القاعده په څېر توندلارې ډلې مشر - چې یو وخت نړۍ کې تر ټولو مطلب یا غوښتی کس و- وژلو ته شهید کارولو خبره ډېره ژر پر پاکستان سربېره نوره نړۍ کې هم خپره شوه.

د عکس سرچینه، AFP
عمران خان دا خبره د خپل حکومت پر بهرنۍ پالیسۍ په وینا کې وکړه، له یوې خوا یې خپله بهرنۍ پالیسي تر ټولو بریالۍ وبلله، خو له بلې خوا له امریکا سره د تېرو حکومتونو پر اړیکو وغږېد.
هغه زیاته کړه، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې موږ له امریکا سره و، خو له امله یې چې پاکستان ته کوم ذلت په برخه شو زه نه پوهېږم چې دې جګړه کې د امریکا بل ملګري ته په نصیب شوی وي او امریکا دې هغه هېواد بد بللی وي. هغه که افغانستان کې بریالۍ نه شوه، نو مسوولیت یې پر پاکستان واچوي؟"
د لومړي وزیر په خبره، دویمه هغه پېښه چې پاکستانی ملت یې شرمنده کړه، هغه د امریکا ډرون بریدونه و:
"تېرو حکومتونو ویل، موږ پرې خبر نه یو، خو امریکايي چارواکو ویل، ټول بریدونه یې د پاکستان د حکومت په اجازه کړي دي، امریکايي چارواکو دا هم وویل، نه پوهېږي پاکستانی حکومت خپلو خلکو ته ولې درواغ وايي".
ده زیاته کړه، چې کله یې حکومت تر لاسه کړ، نو دا پالیسي یې غوره کړه چې له چا سره جنګ کې نه شریکېږي، بلکې د سولې خبرو کې همکاري کوي:
"اوس موږ ته څوک نه وایي، چې پاکستان دوکه کوي، اوس زموږ اړیکي داسې دي چې څوک مو سپکولی نه شي، بلکې وايي، د افغانستان مسله کې را سره همکاري کوي".
اسامه ووژل شو که شهید شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images/PMO
د عمران خان لخوا اسامه بن لادن ته د شهید خطاب کولو موضوع خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي او پر پاکستان سربېره، هند کې هم دا خبره ټرېنډ شوې ده.
عمران خان چې څو کلونه مخکې د اپوزېسیون مشر و، نو یوه هندي تلوېزون سره مرکه کې یې د القاعده د بنسټګر اسامه بن لادن په تړاو وویل، "څنګه چې هغه ووژل شو، نو ځینې خلکو ته شهید جوړ شو".
خبریال امبر رحیم شمسي له هندي چینل سره د عمران خان د مرکې د هغه کلېپ شریکولو سره لیکي:
"اسامه بن لادن ته د مخامخ شهید ویلو سره همېش احتیاط کوي. دې کلېپ کې هغه وایي، د ټولنې یوه برخه فکر کوي چې اسامه شهید دی، خو نن یې قامي اسمبلۍ کې هم د دې خبرې وضاحت وکړ".
د عمران خان پخوانۍ مېرمنې ریحم خان لیکلي، له اکسفورډ فارغ شوی د پاکستان لومړی وزیر اسامه ته شهید وايي.

د عکس سرچینه، @AsadAToor
خبریال اسد علي طور لیکلي، "عمران خان د پاکستان لوی درستیز هم دی او که هغه قامي اسمبلۍ کې کومه خبره کوي، نو پالیسي بلل کېږي، ایا موږ دا ویلی شو چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو له خوا ترهګر بلل شوی اسامه بن لادن په حکومتي کچه شهید وباله؟"
هندی کارن روهیټ جسوال لیکي: "که عمران خان اسامه بن لادن ته شهید وايي، خلک ولې حیرانېږي، هند کې هم داسې کسان شته چې اسامه بن لادن، اسامه جي بولي. اسامه ته شهید ویل هغو خلکو ته سپکاوی دی چې د سپټمبر ۱۱ پېښه کې ووژل شول".
پاکستانی کارن عاطف ضیا لیکي، "دا څومره د شرم خبره ده داسې شخص ته چې له امله یې تر اویا زرو پاکستانیان ووژل شول، زموږ لومړی وزیر یې شهید بولي. ما چې دا واورېدل، ډېر خپه شوم، چې د پاکستانیانو وژونکی شهید بلل شوی".
خبریال مبشر زیدي هم لیکلي، "اویا زره پاکستانیان ووژل شول، خو اسامه بن لادن شهید شو".

د عکس سرچینه، @AhmadWaleed
خو ځینې خلکو د عمران خان ملاتړ کړی او هغوی کې خبریال انصار عباسي لیکلي:
"د لومړي وزیر عمران خان له خوا اسامه بن لادن ته شهید ویل د مسلمانانو د لوی پاړکي د فکر استازي ده".
د انصار عباسي په دې ټوېټ اېم اېس ګورایا لیکلي: "زه در سره جوړ یم، هغه شهید دی، ځکه له محکمې پرته لاړ، تور ثابت نه شو، له سپیناوي پرته ووژل شو، ځکه شهید دی".
نفیس احمد هم لیکلي: "مشر مشر وي. لومړی وزیر قامي اسمبلۍ کې ودرېد، ډانګ پېیلي یې وویل، زموږ لپاره شرم و چې امریکا پاکستان ته ننوته، اسامه یې شهید کړ".
دی زیاتوي "تراوسه نه کومې رسنۍ او نه کوم اسلامي مشر ستر مسلمان مجاهد اسامه بن لادن ته د شهید ویلو زړه کړی دی".








