د بن لادن د وژنې په اړه پنځه مهمې پوښتنې

د عکس سرچینه، Getty Images
د القاعده ډلې پخوانی مشر اسامه بن لادن له نن څخه پوره اووه کاله وړاندې د پاکستان په اېبټ اباد سیمه کې د امریکا ځواکونو په لاس ووژل شو.
د دې پېښې د څېړلو لپاره د پاکستان حکومت اووه کاله وړاندې د "اېبټ اباد کمیسون" په نامه یوه ځانګړې ډله وټاکله.
د دې پلټنو مسولیت د پاکستان پوځ پر غاړه واخیست. خو له پېښې اووه کاله وروسته هم د اسامه بن لادن د وژنې په اړه ګڼ شمېر پوښتنې لا نه دي ځواب شوي.
په پاکستان کې دننه تر ټولو مهمه پوښتنه دا وه چې ایا حکومت او پوځ د امریکایانو د برید په اړه له مخکې خبر وو او که نه.
خو تر دې ور هاخوا ځینې نورې مهمې پوښتنې هم شته چې ډېر پام نه دی ورته شوی. دلته په همدې تړاو پنځه مهمې پوښتنې را اخلو.

د عکس سرچینه، Getty Images
۱- ایا د دې شونتیا وه چې اسامه دې ژوند ونیول شي؟
امریکایي ځواکونو ویلي، په هغو دوه چورلکو کې چې په دې عملیاتو کې یې برخه درلوده، یوه یې د تخنیکي خرابۍ له کبله ولوېده. له همدې کبله د دوی په اصلي پلان کې هم بدلون راغی او په پای کې اړ شول چې اسامه ووژني. د هغه مهال امریکایی ولسمشر باراک اوباما په دې نظر و چې هر ډول مجرم باید محکمې ته وړاندې شي. د سي ای اې پخواني مشر لیون پنېټا هم په یوه مرکه کې ویلي، که اسامه مقاومت نه وی کړی نو دوی غوښتل چې ژوند یې ونیسي.
۲- د اسامه مېرمنو او بچیانو "اېبټ اباد کمیسون" ته څه وویل؟
په دې اړه تر دې دمه هېڅ مالومات نه دي رامخې ته شوي چې د پېښې عیني شاهدانو، یعني د اسامه کورنۍ څارونکي کمیسون ته د پېښې په اړه څه وویل. د بن لادن ټوله کورنۍ وروسته سعودي عربستان ته واستول شوه.
۳- ایا دا هم ممکنه وه چې د اسامه د وژلو هېڅ اعلان نه وای شوی؟
یو شمېر خلک په دې باور دي چې که د عملیاتو په ترڅ کې د امریکایي ځواکونو چورلکه نه وای خرابه شوې نو ښایي د امریکا حکومت د بن لادن د وژنې هېڅ اعلان نه وای کړی. دوی ځکه دې کار ته اړ شول چې له کاره لوېدلې چورلکه د پېښې په ځای کې پاتې شوه او خلک پرې خبر شول. ښایي د پاکستان حکومت هم دا کار غوره بللی وای، ځکه نه یې غوښتل نړیوالې ټولنې ته پاتې راشي.
۴- ایا رښتیا هم پاکستانی حکومت یا پوځ په دې عملیات له مخکې خبر نه وو؟
پاکستاني چارواکي تر دې دمه ټینګار کوي چې دوی ته د امریکایانو د عملیاتو په اړه مخکې له مخکې هېڅ مالومات نه وو ورکړل شوي.
امریکایي چارواکي هم وایي چې نه یې غوښتل د خپلو پوځیانو د عملیاتو په اړه په پاکستان کې چا ته حال ورکړي.
خو پاکستاني ولس لا هم دا خبره له زړه نه ده منلې.
۵- ایا امریکایي پوځیانو زینه هېره کړې وه؟
د عملیاتو پر وخت امریکایي ځانګړي ځواکونه اړ شول چې د بن لادن د کور دېوال په باروتو والوځوي.
د دوی اصلي پلان دا و چې یو درجن سرتېري له چورلکو نه د اسامه د کور انګړ ته ور ښکته کړي.
خو د چورلکې تر خرابېدو وروسته دوی اړ شول چې د ځمکې له لارې د کور انګړ ته ور دننه شي.
خو ولې اړ شول چې دېوال په باروتو والوځوي؟ ایا زینه یې نه درلوده؟ حال دا چې امریکا ځانګړي سمندري ځواکونه د عملیاتو پر وخت د نړۍ تر ټولو پرمختللې ټکنالوژي او اغېزمن وسایل کاروي.









