"امریکا غوښتل پاکستان کې د اسامه د وژلو په څېر عملیات وکړي"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
نیویارک ټایمز:

د عکس سرچینه، Reuters
د طالبانو له بنده د هغه کاناډايي او د هغه د امریکایۍ مېرمنې او درې ماشومانو د راخوشې کیدو په اړه چې څو ورځې وړاندې وژغورل شول امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز تازه معلومات خپاره کړي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې تېره میاشت د پاکستان د شمال ختیځ د یوې لرې پرتې سیمې د پاسه د امریکا یوې بې پيلوټه الوتکې پرواز کاوه چې یو ناعادي منظر یې ولید او هغه د وسلوالو په یوه کمپ کې د یوې میرمنې او ماشومانو منظر و.
چارواکو ورځپاڼې ته ویلي پوځي چارواکو د کمانډو ځواکونو یوه ډلګۍ د ژغورنې عملیاتو لپاره تیاره کړه چې لاس په کار شي، خو د ځینې اندېښنو له امله دغه عملیات ونه شول.
بل ځل ولیدل شول چې وسلوالو دغه کاناډايۍ کورنۍ د پاکستان په هغو سیمو کې چې د ورځپاڼې په وینا له قانوني حاکمیت د باندې دي بل ځای ته لیږدوله.
نیویارک ټایمز لیکي د دغو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته په پاکستان کې د امریکا سفیر ډیویډ هیل د پاکستان حکومت ته بیړنی پيغام ورساوه چې د دغې کورنۍ د ژغورلو لپاره لاس په کار شي کنه دا کار به امریکايي ځواکونه وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي که پاکستان داسې نه وای کړي نو امریکا به لکه د اسامه بن لادن د وژلو په څېر عملیات بیاکړي وی او دا به د پاکستان لپاره بله رسوايي وه.
نیویارک ټایمز زیاتوي، پاکستان هم بله چاره نه لرله ځکه که دغه کورنۍ یې نه وای ژغورلې نو د امریکایانو زړه ته به دا خبره لا ډېره لویدلې وه چې دغه هېواد حقاني ډلې ته خوندي پټنځي ورکوي، ځکه شواهد کره و.
نو همدا و چې پاکستان په څو ساعتونو کې د دغې کورنۍ د ژغورلو لپاره تیار شو او کورنۍ د امریکايي کره استخباراتي معلوماتو له مخې وژغورل شوه.
واشنګټن پوسټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
بله امریکايۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ د مشرانو جرګې د پوځي چارو د جرګګۍ د مشر جان مکېن په حواله لیکي چې د دفاع وزارت د څو څوکیو لپاره یې د نوماندانو د تایید مخه نیولې ده، او تر هغه به دا نوماندان ځنډیدلي وي چې دفاع وزارت د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتیژۍ په اړه سناتورانو ته بشپړ معلومات ورکړي.
ده ویلي چې د دغې ستراتیژۍ په اړه پوره معلومات ونه لري دوی نه شي کولی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اړتیاوې تشخیص کړي.
ده ویلي د ښاغلي ټرمپ اداره داسې عمل کوي لکه کانګرېس چې د دولت برخه نه وي.
ښاغلي مکېن دغه راز غوښتنه کوي چې ولسمشر دې دا په ډاګه کړي چې کله او په څه ډول د طالبانو ځینې مشران د سولې په پروسه کې شاملیږي.
ډان:

د عکس سرچینه، IPRI
پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي اون جینکین ته ویلي هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره خپله بشپړه همکاري پراخه کړي.
ده ویلي هیچا ته باید اجازه ور نه کړل شي چې یو پر بل د پړې اچولو له لارې دغه دوستانه اړیکي زیانمن کړي.
ډان زیاتوي ښاغلي جنجوعه ټینګار کړی چې پاکستان اړتیا لري چې د امریکا او افغانستان رضایت او باور تر لاسه کړي.
د قطر یوې ورځپاڼې چې د طالبانو د دفتر کوربه هم دی لیکي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د طالبانو پروني بریدونه په کلکه وغندل.
ګلف ټایمز د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په حواله لیکي دوی ترهګري او زور زیاتی چې دلیل یې هر څه وي په کلکه غندي.








