بن لادن څنګه ووژل شو؟ ګاونډی یې کیسه کوي

اسامه بن لادن

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, محمد زبیر خان
    • دنده, خبریال

اته کاله مخکې چې د ۲۰۱۱ کال می میاشتې پر دویمه نېټه د امریکا سمندري ځواک کومانډو عسکرو د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې یوه کور ته د القاعده مشر اسامه بن لادن، د هغه نژدې ملګري ابو احمد الکویتي او دریو نورو کسانو پسې ورغلي وو، زین بابا د دغه کور ګاونډ کې په برنډه کې ویده و.

دغه سړی محمد زین نومېږي، چې عمر یې له ۹۰ کلونو پورته دی، له شپږو لسیزو راهیسې په همدې بلال ټاون سیمه کې ژوند کوي او د سیمې خلک یې زین بابا بولي.

د زین بابا د کور او هغې ودانۍ تر منځ چې اسامه بن لادن پکې اوسېده، یو اووه فوټه سړک پروت دی. له بي بي سي سره خبرو کې زین بابا وايي، یادښت یې خوندور نه دی، په غوږو هم دروند دی، خو په خبره یې که نور ډېر څه ترې هېر هم دي، د ۲۰۱۱ کال د می دویمې نېټې پېښه یې ښه په یاد ده. هغه وايي:

''زه د تل غوندې د کور په برنډه کې ویده وم. هغه یوه توده او تیاره شپه وه. برېښنا پرچاو وه، چې د شپې نژدې دولس یا دولس نیمې بجې مې د چورلکو غږونه واورېدل. دوی زما د کور سر ته رسېدلي وو، د باد له زوره یې پر ما پروت څادر هم والوت. ''

هغه وايي، درې چورلکې وې، چې یوه پکې د غبرګو څرخونو والا وه:

''له یوې نه د بنګلې پر چت پوځیان کښته شول، له بل یوه هلته زما د کچالو په کرونده کې پوځیان پلي شول او دریمه هغه دلته زما د کور څنګ ته کېناسته.

دغه وخت یوه چورلکه د کور انګړ ته رسېدلې وه، چې خدایزده څه وشول، د ونو له منځه تېره شوه او د بنګلې له دیوال سره ټکر شوه، معلومه نه شوه چې پیلوټ به یې وژل شوی وي که به ژوندی پاتې شوی وي. ''

بن لادن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال می کې امریکايي ځانګړو ځواکونو د پاکستان په اسلام اباد کې وواژه

زین بابا وايي، له هغه وروسته یې پر سړک د منډو غږونه واوریدل:

''دغه وخت نو پوځیانو زما د کور دروازې پرانیستلو هڅه هم وکړه، زموږ له چتونو هم د پوځیانو ګرځېدو غږونه راتلل، د بنګلې دروازې پرانیستلو یا ماتولو غږونه هم اورېدل کېدل، خو وروسته یې ښايي و نه شو کړای او د لاسي بم چاودنې له لارې یې دروازه ماته کړه. یوه ټوټه یې زما کور ته راوالوته چې بیا مې په هغه سهار پاکستاني پوځیانو ته ورکړه. ''

هغه وايي، ځینې پوځیان ودانۍ ته ننوتل او نور بهر پاتې شول:

"د تیارې له کبله نه پوهېدم هلته څه روان وو، خو د پوځیانو قدمونو له غږونو مې اټکل کاوه چې درېیم پوړ ته رسېدلي دي، هلته دوې خونې وې چې ښځې او ماشومان به پکې اوسېدل. د ښځو او ماشومانو چیغې، نارې مې داسې واوریدې لکه څوک چرګه او چرګوړي یې وشړي او هغوی شور کوي، هغو چیغو وبوږنولم، خو وروسته سوکه سوکه کراري شوه. ''

بن لادن

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ایبټ اباد په بلال ټاون کې هغه ودانۍ چې ویل کېږي اسامه بن لادن پکې اوسېده

زین بابا وايي، له هغه وروسته بیا د قدمونو غږونه پیل شول:

''پوځیان بېرته چورلکو ته ختل. د ټوپکو د ډزو هیڅ غږ مې نه دی اوریدلی، هو رښتیا! کله چې بېرته الوتل د چورلکې ویجاړولو زورورې چاودنې غږ مې واورید، د دوی له الوتلو سملاسي وروسته پولیس راورسېدل، شاوخوا ولاړ خلک یې شړل. له هغه وروسته پوځیان هم راغلل، مړي یې را وایستل، ښځې او ماشومان یې ګاډو کې کېنول او له پوستو جوړولو وروسته تر یوه کال پورې هلته موجود وو. ''

دا کور زما مخکې ودان شو

د ۲۰۱۱ کال می کې بلال ټاون سیمه نبستاً ډېره ودانه نه وه. زین بابا هلته څوکیداري کوله. پر هغه ځمکه چې ودانۍ جوړه وه، ده هلته کرونده کرلې وه. دی وايي، د هغې بنګلې په ګډون د سیمې ټول کورونه د ده مخکې ودان شوي دي.

بن لادن کور

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له برید وروسته ماشومان پاتې شوني ټولوي

دلته خو لوی او کوچنی خانان اوسېدل

زین بابا ادعا کوي چې په هغه کور کې دوه د تره زامن له خپلو کورنیو سره اوسېدل. د ده په خبره په کور کې ارشد خان چې ده به مشر خان او طارق حسن خان چې ده به کشر خان باله اوسېدل چې ده سره یې خورا تاوده اړیکي پالل.

اوس د بلال ټاون نقشه بدله شوې، په سختۍ سره تشه ځمکه پکې لیدل کېږي، بلکې د اسامه بن لادن کور ته څېرمه هم کورونه ودان شوي دي.

بن لادن کور

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ۲۰۱۲ کال کې اسامه بن لادن ته دغه منسوبه ودانۍ په بشپړه توګه ونړول شوه

زین بابا وايي، په هغه کور کې مشر او کشر خانان، د دوی مېرمنې، یوه خور او ماشومان اوسېدل:

''ماشومان مې هېڅکله بهر نه دي لیدلي. حیرانیدم چې دا څنګه ماشومان دي، چې خپله هم نه غواړي بهر ته ووځي. له هغه کوره مې هيڅکله د شور او زوږ غږ نه دی اوریدلی. ''

دی وايي، کشر او مشر خانان به بهر ته تله راتله، یو جیپ او یو بل زوړ موټر یې درلودل:

"دوی دواړه به تر یوه حده له خلکو سره تعلق ساته. دوی هېڅکله د چا کره نه تله او نه مې څوک داسې لیدلي چې د دوی کور ته راغلي وي"

بن لادن کور

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، زین بابا وايي، د کور ډېره برخه تشه پرته وه

د کور وداني او ویجاړیدل

زین بابا وايي، ارشد خان د کور ځمکه په دریو پړاونو کې وپېرله، پر لږ برخه یې ودانۍ جوړه کړه او نوره همداسې تشته پرته وه. نوموړی وايي پر تشه پاتې ځمکه ده کرونده کرلې وه.

د هغه په خبره د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو تر منځ د دغې ځمکې څښتن د ځمکو یوه کاروباري ته د دغې ټوټې ځمکې یو کنال (څه باندې ۵۰۰ مربع متره) د ۳۷۵ زره روپيو بدل کې پلورلې وه:

''هغه کاروباري سړی ما ته راغی، ویل یې غواړي ځمکه پر نمرو وویشي او ویې پلوري. ما ورته وویل، اوس مې کچالو پرې کرلي دي، درې میاشتې وروسته راشه. اوس نه شم کولای ځمکه درته پرېږدم. له هغه درې میاشتې وروسته هغه سړی بیا راغی او د ځمکې پلورلو لړۍ یې پیل کړه. ''

بن لادن کور

د عکس سرچینه، AFP

زین بابا وايي، مشر خان د ځمکې له ترلاسه کولو سملاسي وروسته ودانیزې چارې پیل کړې:

''دیوالونه به تقریباً څلور فوټه لوړوالي ته رسېدلي وو، چې یوه ورځ خان زما، ټېکه دار او کارګرو په شتون کې وویل، تېروتنه مې کړې، د حجرې لپاره ځمکه نه راته پاتې کېږې، له هغه وروسته یې د ځمکې له څښتنه په دوه برابره بیه څه نوره ځمکه هم وپېرله. ''

زین بابا وايي، ودانیزې چارې روانې وي، چې مشر خان د نورې ځمکې تر لاسه کولو لپاره د صوابۍ یوه ډاکټر سره خبرې وکړې، چې د ده څنګلورې ځمکه یې پېرلې وه. نوموړی وايي، د ځمکې هغې ټوټې له تر لاسه کولو یو نیم کال وروسته بنګله چمتو شوه.

زین بابا وايي، چې د کور بشپړېدو تر مهاله هلته تلم راتلم، خو د کورنۍ له راتلو وروسته خان منع کړم. ویل یې چې د پردې لپاره پردي سړي په کور کې نه پرېږدو. زین بابا وايي، چې مشر خان به ویل چې ډېر دښمنان لري او له همدې کبله یې د کور دیوالونه ۱۲ فوټه لوړ ودان کړي وو. برسېره یې پرې اغزن تارونه لګولي وو، چې د شپې لخوا به یې پکې برېښنا خوشې کوله.

بن لادن کور

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بن لادن وژنې پېښه کې د ویجاړ شوې چورلکې پاتې شوني

د ویجاړې حویلي پر لور د اشارې پر مهال زین بابا وویل، هلته حجره وه، بل لور ته د څارویو غوجل وه، له بهره یې نیالګي راوړي وو او سابه یې هم خپله کرل، د دوی په کور کې هېڅ نوکر یا خدمتګار نه و، بلکې ټول کارونه یې خپله کول.

''ټېکه دار یوه ورځ ورته ویل، خان په کور کې د اوبو دومره ډېر نلونه ولې لګوئ؟ هغه ورته ویل، دلته به ونې کرم، سابه به وي او څاروي به ساتم، نو ډېرو اوبو ته به اړتیا لرو. دې خبرې سره ټیکه دار غلی شو. د کور ودانیزو چارو معیار ډېر لوړ و، داسې چې کله یې ویجاړوله دوه لوی ماشینونه ناکام شول او وروسته یې لومړی ستنې ونړولې او بیا یې کور ونړاوه. ''

دی وايي د کور له ویجاړېدو وروسته ټیکه دار تر دوو ورځو پورې پاتې شوني لېرې کول او وروسته یې وویل، چې نور ستړی شوی یم او د سیمې خلکو له خښتو او اوسپنې تر څنګ کور کې ولاړې ګران بیه ونې هم له ځان سره یوړې.

زین بابا وايي:

''د سیمې خلکو هر څه یوړل. یوه ورځ د سیمې یو ځوان اره په لاس راغی. غوښتل یې دغه پاتې ونې هم اره کړي. ما هسې د ډارولو لپاره ورته وویل، چې جنرال صیب راته ویلي، که هر څوک دغو ونو ته لاس وروړي، نوم او ادرس یې موږ ته راکړه، چې بیا موږ ورسره ګورو او هغه ځوان چټک ستون شو. اوس وګوره دغه ونې موږ ته ګټورې دي، سیوري ته یې ناست یو. ''

زین بابا وايي، د ۲۰۱۱ کال می له دویمې پېښې وروسته کور کې ایسار پاتې و:

بن لادن کور

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، زین بابا وايي، دا لس کناله ځمکه وه، چې کرونده پکې کېده

''موږ چا له تګ راتګه نه منع کولو، خو د بهر کسانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده، تر هغو چې بنګله ویجاړه نه شوه، یو کال مو په سخته تېر کړ. هغه کال مې د شپږ نیمو زرو روپیو تخم کرلی و، ټوله کرونده له منځه لاړه. یوه ورځ یو پوځي راغی ویل یې، زموږ افسر راځي، چای ورکوو، څوکۍ راکړه، اووه څوکۍ مې ورکړې، تر اوسه یې هیڅ معلومات نه شته. ''

دی وايي، چې نه یوازې دا چې هغه پېښه کې یې یونیم سل زره روپۍ تاوان وشو، بلکې هره ورځ پوښتنې ګروېږنې هم ترې کېدې. تر یوه کال پورې خو له رسنیو سره نه شوای غږېدای، خو کله چې ودانۍ ویجاړه شوه او پوستې یې پورته کړې، د نړۍ له یوه سره تر بله پورې د هرې رسنۍ خلک راتلل او پوښتنې یې کولې.

دی وايي، د تکراري پوښتنو له ځوابولو سخت ځوریده:

''سهار ماښام هماغو یو ډول پوښتنو او ځوابونو ذهناً ډېر ځورولم، بیا یو چا مشوره راکړه چې رسنیو ته ځواب ورکول مې مسوولیت نه دی او همداسې مې وکړل، اوس له هیچا سره پر دې موضوع نه غږیږم. یوازې تاسې سره وغږېدم، زه پوهېږم نور خبریالان به هم راځي، خو نور له هیچا سره خبرې نه کوم. ''

زین بابا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، زین بابا له دې مخکې هم رسنیو سره خبرې کړې

زین بابا وايي، پولیسو هلته څو ځله ځايي خلک او بهرنیان نیولي هم دي او هغه خلک چې له بهرنیانو سره غږیدلي د سپیناوي لپاره هم تاڼې ته ور غوښتل شوي دي.

له ښه ځنډ وروسته زین بابا ستومان شو:

''اوس مې عمر ۹۲ کاله دی، ژر ستړی شم او یادښت مې هم کمزوری دی، دوې ورځې کېږي چې درسره غږیږم، اوس یو څو ورځې وروسته راشه بیا به څه نورې کیسې هم سره وکړو. ''

دې سره پاڅېد. د کور پر لور روان شو، خو په تلو کې یې دا هم وویل چې ''اوس هغه شپه بیا راتلونکې ده. ''

بن لادن کور

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پاکستاني پوځیانو د ودانۍ ویجاړېدو تر مهاله د پېښې ځای څارلو