ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن نړول شوی کور

اسامه بن لادن نن نه پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ ايبټ اباد کې وژل شوى و.
د عکس تشریح، اسامه بن لادن نن نه پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ ايبټ اباد کې وژل شوى و.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې له ننه پنځه کاله وړاندې (د مې دويمه) د امریکايي ځواکونو لخوا په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو.

پاکستان دده له وژل کېدو ١٠ مياشتې وروسته هغه کور چې اسامه پکې اوسېده، ړنګ کړ.

په ايبټ اباد کې د بن لادن د کور له نړول کېدو وروسته اوس هم د سېمټو لويې ټوټې هلته پاتې دي.
د عکس تشریح، په ايبټ اباد کې د بن لادن د کور له نړول کېدو وروسته اوس هم د سېمټو لويې ټوټې هلته پاتې دي.

دا کور د ایبټ اباد په بلال ټاون کې دی، چې اوس يې یوازې د ړنګو شویو دېوالونو هغه لويې لويې سيمټي ټوټې لاهم هلته پرتې دي، چې دا کور پرې جوړ شوی و.

د اسامه بن لادن یاد کور چې په بلال ټاون کې د وزیرستان حوېلۍ په نامه مشهور و، خو اوس هغه هغه ځاى چې يو وخت په کې دا کور و د ځايي خلکو لخوا د اسامه د کور په نوم یادېږي.حال دا چې د کور يواځې يو څو سيمټي ټوټې هلته پاتې دي.

 د ٢٠١١ کال د مې په دويمه له عملياتو ١٠ مياشتې وروسته پاکستان د بن لادن کور ونړولو.
د عکس تشریح، د ٢٠١١ کال د مې په دويمه له عملياتو ١٠ مياشتې وروسته پاکستان د بن لادن کور ونړولو.

ددې پېښې تېرېدو پنځه کاله وروسته هم پاکستان نړۍ ته ددې پوښتنو ځوابونه لاهم ورکړي نه دي، چې څه ډول د القاعده شبکې بنسټګر اسامه بن لادن چې د نړۍ زبرځواکي يې په لټه کې وو، څنګه د پاکستاني پوځ يو چاوڼۍ سره نزدې اوسېده؟

همداسې د اسامه په ګاونډ کې اوسېدونکي هم وايي، دوی لاهم باور نه کوي، چې اسامه دي دلته اوسېده؟.

 د نړېدلې ودانۍ په ځمکه اوس هلکان کرېکټ کوي.
د عکس تشریح، د نړېدلې ودانۍ په ځمکه اوس هلکان کرېکټ کوي.