څرنګه د بن لادن د ګاونډیانو ژوند تل لپاره بدل شو؟

د عکس سرچینه، Reuters

د القاعده مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې پر دویمه د پاکستان په ايبټ آباد کې د یوۀ ډرامايي او خونړي برید په ترڅ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړو سمندري ځواکونو لخوا ووژل شو.

پنځه کاله وروسته محمد الیاس خان د دې کیسې ځینې ناروښانه او نارامونکې برخې او ځینې هغه پوښتنې چې ځوابونه يې نه دي ورکړل شوي، راسپړلي دي، او هغه ګاونډ ته يې کتنه کړې چې د تل لپاره بدل شوی.

د بن لادن ړنګ شوي کور ته نژدې ژوند له خطرونو ډک

هغه پرانیستې فضا او ځمکې چې یو وخت د بن لادن د پراخه کور شاوخوا موجودې وې اوس په چټکتیا سره په له منځه تلو دي. کله چې مې د القاعده د مشر له وژل کېدو نه څو ساعته وروسته د لومړي ځل لپاره دا سیمه لیدلې وه، دا د اوسېدو یوه خاموشه او پرانیستې سیمه وه.

اوس د دې کور گاونډ کې - د صندوق په شان کانکریټي، واړه نوي کورونه- جوړ شوي او د یو ناسم پلان شوي له ګڼې ګوڼې ډک ګاونډ په توګه ښکاري. خو کله چې د کوڅې په اوږدو کې وړاندې ځئ فضا پرانیستل کېږي او هغه ځای ته رسېږئ چې یو وخت په کې د بن لادن د کور لوړ دیوالونه ولاړ وو. د ا دیوالونه د هغه د وژل کېدو نه څو میاشتې وروسته ټول ړنګ شوي دي.

د هغه د کور د کانکریټي تیرونو ټوټې هرې خواته پرتې دي. یو وړوکی نل چې له ځمکې نه راوتلی اوس هم ورڅخه اوبه راځي، لکه د یوې طبیعی چینې په څېر، که څه هم په اصل کې هغه یوې ژورې څا سره نښتې چې یو وخت يې د بن لادن کور ته د څښلو اوبه پمپ کولې.

اوس له دې اوبو څخه ګاونډیان کار اخلي، ځکه چې هلته د نا ژورو څاګانو اوبه تروې دي او هر څوک د ژورو څاګانو د کیندلو توان نه لري. هغه څه چې نه دي بدل شوي د هغې پېښې خاطرې دي- چې د ۲۰۱۱ کال په مې کې ېې ایبټ آباد او ټوله نړۍ ولړزوله- او هغه گامونه چې ځینې تراوسه ورباندې له بحث کولو ډډه کوي.

د هغه دکور د کانکریټي تیرونو ټوټې هرې خواته پرتې دي. یو وړوکی نل چې له ځمکې نه راوتلی اوس هم ورڅخه اوبه راځي، هغه یوې ژورې څا سره نښتې چې یو وخت ېې د بن لادن کورته د څښلو اوبه پمپ کولې. اوس له د ې اوبو څخه ګاونډیان کار اخلي
د عکس تشریح، د هغه دکور د کانکریټي تیرونو ټوټې هرې خواته پرتې دي. یو وړوکی نل چې له ځمکې نه راوتلی اوس هم ورڅخه اوبه راځي، هغه یوې ژورې څا سره نښتې چې یو وخت ېې د بن لادن کورته د څښلو اوبه پمپ کولې. اوس له د ې اوبو څخه ګاونډیان کار اخلي

د ودانۍ جوړولو یو کارکونکي چې پردې ودانې باندې يې کار کاوه ومنله چې ما سره وویني، کله چې مې ورته ډاډ ورکړ چې نوم به يې نه ښودل کېږې. خو کله چې د هغه کور ته ورسېدم، د کور ور يې بند و. یو ګاونډي وویل هغه تېره شپه خپل ماشومان له ځانه سره یوړل.

یو پخوانی ګاونډی کله بندي او کله آزاد

۸۴ کلن، زین بابا د بن لادن لومړی او تر ټولو نژدې ګاونډی و. د هغه کوچنی کور د سړک بلې غاړې کې و.

هرسهار به هغه له کوره ووته او د یوې سترې ونې لاندې به ناست و، دا د دې سیمې د متقاعدو خلکو د راټولېدو یو ځای و.

تر دغې شپې پورې، ده او د ده زوی شمریزخان د شپې لخوا د پیره دارۍ دنده درلوده او د ارشاد خان لپاره يې کار کاوه چې په دغه ودانۍ کې د خپلې کورنۍ او د ورور له کورنۍ سره اوسېده.

د امریکایانو له نظره، ارشاد خان هماغه سړی و چې ابو احمد الکویتي نومېده،چې کویت کې زېږېدلی و او د بن لادن لپاره به يې شیان وړل او راوړل، ویل کېږي چې امریکایانو د هغه د ټیلیفوني خبرو له لارې دغه پټ ځاې موندلی و.

ځايي اوسېدونکى زين بابا ددې بريد وروسته خپل زوى سره يوځاى تر دوو مياشتو بندي و.
د عکس تشریح، ځايي اوسېدونکى زين بابا ددې بريد وروسته خپل زوى سره يوځاى تر دوو مياشتو بندي و.

زین بابا او د هغه زوی د دې ودانۍ ځینو برخو ته لاسرسی درلوده. پر ودانۍ باندې له برید وروسته، د پاکستان استخباراتو هغوی ونیول او تر دوو میاشتو بندیان وو.

دوى وايي "زموږ لاسونه به یې وتړل، سترګې به یې راته پټې کړې او په موټر کې به يې په اوږده واټن کې له یو ځای نه بل ځای ته وړلو. هغوې غوښتل وپوهېږي چې موږ په دې ودانۍ کې اسامه بن لادن لیدلی و که نه. موږ ورته ویل چې له دوو ورونو او ځینو ماشومانو پرته مو نور څوک نه دي لیدلي."

پنځه کاله وروسته، هغه تراوسه هم د امنیتي کسانو تر څارنې لاندې دی. کله چې بهرني ژورنالیستان دغه سیمې ته راځي، غواړي له دوى سره خبرې وکړي. "په حکومتي موټرو کې ناست په ساده لباسونو کې کسان" راځي او د میلمنو په هکله پوښتنې کوي، او خبرداری ورکوي چې بیا "له دغسې خلکو سره خبرې" و نه کړي.

هغه کیسه کوي چې په دې وروستیو کې څنګه یو فرانسوی ژورنالیست چې یوۀ بوډا ګاونډي سره يې مرکه کړې وه، امنيتي کسانو بوتلو. هغه بوډا سړی چې مرکه يې ورسره کړې په هماغه شپه مړشو.

بله ورځ هغه کسان چې ساده لباسونه يې اغوستي وه د زین بابا د لیدو لپاره راغلل او د هغه د زوی شمریزخان د اوسېدو ځای په هکله يې ورڅخه پوښتنه کوله.

له امريکايي بريد ١٠ مياشتې وروسته د بن لادن د کور نړول پيل شول
د عکس تشریح، له امريکايي بريد ١٠ مياشتې وروسته د بن لادن د کور نړول پيل شول

دى وايي "زه د خلکو له پوښتنو ستړی شوی یم. نه غواړم رسنیو سره نورې مرکې وکړم. حتی کله چې رسنۍ کوم بل چاسر ه خبرې وکړي، امنيتي کسان راځي او زما په اړه پوښتنه کوي."

هغۀ خپل ځان تقدیر ته سپارلی دی خو وېرېږي نه. هغه باور لري چې ده ته کوم څه نشي پېښېداې- دا وضعه تر ډېرې کچې د ده د امنیت په اړه نه بلکه د امنیتي ادارو د تشویش څرگندونه کوي.

هغه قراردادي چې د تل لپاره بدل شو

شیخ رفیق یو بدل شوی سړی دی. هغه پخوا یو اجتماعي او فعال سړی و چې ګاونډیانو سره به يې اړیکې ساتلې.

د هغه یو ګاونډی وايی "کله چې هغه اوس ګرځي سر يې ټیټ نیولی وي، او که څوک ورته سلام واچوي، يوازې د یو لاس په ښورولو ځواب ورکوي،"

ښاغلی رفیق د ودانۍ جوړولو یو وړوکی قراردادي و، خو سوداگري يې هغه وخت وده وکړه چې د ارشاد خان لخوا په کار وګومارل شو چې د بن لادن لپاره یو کور جوړ کړي.

څو کاله وروسته د ښاغلي رفیق ژوند بدل شو، د امریکایانو له برید نه وروسته، امنیتي کسانو د ده پر کور برید وکړ او دی يې يوړو.

یوۀ ګاونډی چې د ده نیول کېدل يې لیدلي و وویل "ټوله کوڅه د ساده لباس په تن امنیتي کسانو ډکه وه او ښاغلی رفیق يې په داسې حال کې له ځانه سره بوته چې د اوږې یوه کڅوړه ورسره وه".

د امنیتي چارو یو مامور چې له برید نه وروسته پلټنو کې يې یرخه درلوده وايي ښاغلی رفیق وروسته له هغې ونیول شو کله چې وموندل شوه چې بېلابېل شیان د ده په نامه راجسټر شوي وو.

بي بي سي څو ځلي هڅه وکړه چې ورسره تماس ونیسي خو هغه ځواب ورنه کړ.

یوه ګاونډي وویل: "هر ځلي چې هغه د اوږې له یوې کڅوړې سره راوځي، د دې نښه ده چې د یو څه مودې لپاره به له کوره لیرې وي. دا چې دقیقا به چېرته وي؟ هېڅوک نه پوهېږي".

هغه پولیس چې له حده زیاتو شیانو باندې پوهېده؟

 د نړېدلې ودانۍ اوس يواځې دا لويې کانکريټي ټوټې پاتې دي
د عکس تشریح، د نړېدلې ودانۍ اوس يواځې دا لويې کانکريټي ټوټې پاتې دي

آیا د یاسرخان په نامه یو پولیس له خپل حده زیات پوهېده؟ آیا هغه د دغې ودانۍ له اوسېدونکو سره مخامخ اړیکې درلودې؟ هطڅوک به پوه نشي.

هغه د ۲۰۱۱ د مې په میاشت کې د ایبټ آباد د پولیسو د استخباراتو په څانګې کې ګومارل شوی و، او دغې ودانۍ ته نژدې يې ژوند کاوه. یوه امنیتي سرچینه وايي چې معمولا خلکو لیده چې کله کله به په عادي لباس کې په دې سیمې کې ګرځېده، د نورو جاسوسانو په شان به يې اطلاعات راټولول.

د هغه ملګري وايي د می پر دویمه نیټه د نیمې شپې په شاوخوا په کورکې و، چې امریکایانو یوه څرخي الوتکه چې د عملیاتو په ترڅ کې ویجاړه شوې وه له منځه یوړه.

د چاودنې غږ پولیس خبر کړل، او ياسر خان یو له هغو څو مامورینو څخه و چې هلته لېږل شوی و. سبا ورځ د ساده لباس درلودونکي کسان راغلل او دی يې یووړو.

دی د هغو لسګونو کسانو څخه دی چې له برید نه وروسته ساده کاليو کې امنيتي کسانو لخوا وړل شوي دي. دی یواځینی کس دی چې تراوسه بېرته نه دی راغلی. یو امنیتي مامور وویل تر یو کال مخکې پورې هغه ژوندی و،خو ويې نه ویل چې چیرته بندي دی او کومې امنیتي ادارې سره دی.

د هغه کورنۍ هېڅکله له رسنیو سره خبرې نه کوي، خو د هغوى درد له ګاونډیانو څخه پټ نه دی. د هغه مور تراوسه ژوندۍ ده او هغه یو ښځه او ماشومان لري چې تراوسه نه پوهېږي چې د هغه برخلیک به څنګه وي.

د لومړیو کسانو څخه یو چې په صحنې کې حاضر و

بن لادن د همدې ودانۍ څخه خپل ويدويي او غږيز پيغامونه خورول.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، بن لادن د همدې ودانۍ څخه خپل ويدويي او غږيز پيغامونه خورول.

غیرعادي خو نه فوق العاده. د ۲۰۱۱ کال د مې د دویمې د نیمۍ شپې چاودنه پولیسو دغه ډول تعبیر کړې وه.

د پولیسو یو افسر چې د لومړیو مامورینو څخه و چې دغې ودانې ته ننوتلی و وايي "ایبټ آباد داسې یو ښار دی چې پوځي اډې په کې دي، د یوې څرخي الوتکې د سقوط پېښه، که نادره هم وي، د حیرانتیا وړ نه ده".

"په تیاره کې، موږ نه شوای پوهېداى چې سوځیدلې الوتکه پاکستانۍ وه که امریکايي."هغوې وموندل چې ښځې او ماشومان ژاړي او چیغې وهي".

ډېر ژر ودانۍ پوځیانو په خپله ولکه کې ونیوله او پولیسو نور نشوای کولاى دا موضوع تعقیب کړي. دی د پوځیانو تر مشرۍ لاندې پلټنو د یوې برخې په توګه پاتې شو، خو نور جزییات يې موږ سره شریک نه کړل.

هغه وايي، "دا یوه خجالت کوونکې شیبه وه. موږ نه منلې او نه ردولای شوه چې اسامه بن لادن هلته و. زموږ تر ټولو ښه لاره دا وه چې هېڅ څه و نه وایو".

خو په دې موضوع کې خاموشي غوره کولو مرسته و نه کړه چې د بن لادن پېری له ښاره ووځي.

هغه وايی:" ایبټ آباد کې په دوامداره توګه د خبردارۍ یو حالت دی"

د هغه سړي میراث چې په نړۍ کې تر ټولو زیات يې خلک په لټه کې وو

د هغه شپې پایلې د دې سیمې او ګاونډ نه ډېر آخوا خپرې شوې. آیا بن لادن به په خپل قبر کې د القاعده تګلاره بدله کړي؟ آیا هغه کولاى شواى شیان بدل کړي؟

د افریقا په ډېرو برخو او منځني ختیځ کې د "اسلامي دولت" په نامه ډلې په زیاتېدونکې توګه هغه تر سیوري لاندې راوستى.

د افغانستان-پاکستان په سیمه کې- د توند لاري اسلام د زېږېدو اصلي ځای دی- القاعده سيمه ييزه ډلو سره اړیکو ته دوام ورکوي، خو داسې ښکاري چې اوس هغه یواځینۍ ډله نه ده بلکې نورې هم شته دي. ډېری کسان وايي چې القاعده تر پخوا غیر مرکزي شوې ده، سیمه ییزې ډلې له مرکزي مشرتابه څخه په خپلواکه توګه خپل کارونه ترسره کوي.

کېدای شي دا تر یوې اندازې له دې امله وي چې مشران يې د بن لادن په شان له پوځي پلوه باتجربه نه دي، له ایډیالوژیکي پلوه روانه او روښانه ژبه نه لري یا هغومره جذاب نه دي، او په دې توګه هغومره د وفادارۍ د الهام سبب نشي کېداى.

خو دا هم کېدای شي چې دا يواځې د بدل شوي امنیتي چاپېریال له امله وي.

ښايي د خجالت نه ډک حالت د تشویش سبب شوی وي.

دا حقیقت چې د بن لادن کور د پاکستان مهمې پوځي اکاډمۍ ته ډېر نژدې و، په دې پېښې کې د پاکستان د لاس نه درلودلو یا دا چې تر کومه کچې به يې په کې لاس درلود، د اټکلونو سبب شو. دا د پاکستاني پوځ لپاره چې د هېواد امنیتي تګلاره چلوي، یو ستر خجالت و- نو ځکه مامورینو په دې هکله خاموشي غوره کړه.

هغه کسان يې هم تر ټینګې څارنې لاندې وساتل چې د بن لادن د کور د ودانۍ سره يې تړاو درلوده، چې رسنیو او یا د یو رسمي مامور په خبره "بهرنیو جاسوسانو ته چې د ژورنالیستانو تر نامه لاندې ځان پټوي" کوم اطلاعات ور نه کړي".

د بن لادن د وژول عمليات واشنگټن کې جيگپوړو حکومتي او پوځي چارواکو په مخامخ ډول کتل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بن لادن د وژول عمليات واشنگټن کې جيگپوړو حکومتي او پوځي چارواکو په مخامخ ډول کتل

پاکستاني او د امریکا د متحدو ایالتونو مامورینو په ښکاره ویلي چې پاکستاني چارواکي په ایبټ آباد کې د بن لادن له شته والي څخه خبر نه وو، خو ډېر کسان دا خبره نه مني.

امریکايي ژورنالیست سیمور هرش استدلال کوي چې "بن لادن له ۲۰۰۶ راهیسې د پاکستانیانو به بند کې و او کله چې دغه هېواد له امریکایانو سره یوه معامله وکړه، هغه يې وواژه". د هغه د استدلال یوه برخه داده چې وايی څرنګه امریکايی څرخي الوتکو وکولای شول چې نژدې ۲۰۰ کیلومتره پورې د پاکستان په خاوره کې الوتنه وکړي، بن لادن ته ځان ورسوي، پ رخلاف ېې څوک مداخله ونه کړي او بېرته لاړې شي.

که دا خبره ريښتیا وي، نو دغه په اصطلاح "بندي" به دا آزادي هم درلوده چې د ۲۰۱۰ کال د مې تر میاشتې پورې په قبایلي سیمو کې تګ راتګ وکړي، لکه هغسې بي بي سي د خپلو باوري معلوماتو له مخې موندلې.

رسمي کړۍ او خپلواکه څېړونکي وايي چې کېدای شي د پاکستان حکومت به د بن لادن د استوګنې ځاى په هکله معلومات نه درلودل، خو دا خبره له پامه نشي غورځېداى چې په ځواکمنو مقامونو کې یو محدود شمېر لوړ رتبه مامورین به خبر وو.

په هر حالت کې، پنځه کاله پخوا د دې غرني ښار د یوې وړوکې سیمې پېښو، نه یواځې د بن لادن د بې طالع ګاونډیانو ژوند بدل کړ، بلکې داسې یوه شیبه هم وه چې د ټولې نړۍ لپاره يې سترې پایلې درلودې.